د هډوکو کمزورتیا له هغو ناروغیو ده چې په تدریجي ډول د هډوکو کثافت او کلکوالی کموي او د ورځنیو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د خلکو وړتیا محدودولای شي. په کابل کې یو شمېر ډاکټران وايي، دا ناروغي په لومړیو پړاوونو کې معمولاً څرګندې نښې نه لري او ښايي تر هغه وخته تشخیص نه شي چې هډوکی مات شي. د دوی په وینا، د کلسیم او ویټامین ډي کمښت، ناسمه تغذیه، د فزیکي فعالیت نشتوالی او هورموني ګډوډۍ د هډوکو د کمزورتیا له مهمو لاملونو دي. دغه ډاکټران ټینګار کوي چې پر وخت تشخیص او د درملنې پیل کولای شي د ناروغۍ د پرمختګ او له امله یې د هډوکو د ماتېدو مخه ونیسي. دوی زیاتوي چې ښځې، په ځانګړې توګه له میاشتني عادت وروسته، د هډوکو د کمزورتیا له زیات خطر سره مخ دي او باید د خپلو هډوکو روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي. د ډاکټرانو په وینا، مناسبه تغذیه، د کلسیم او ویټامین ډي کافي ترلاسه کول او منظم فزیکي فعالیت د هډوکو د روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري. دوی دغه راز د دې ناروغۍ د خطر د عواملو او د هغې د بې نښو ماهیت په اړه د عامه پوهاوي کموالی د تشخیص او درملنې د ځنډ له لاملونو بولي.
یو ډاکټر حامد وردګ وايي، د هډوکو کمزورتیا هغه ناروغي ده چې په تدریجي ډول د هډوکو کلکوالی او مقاومت کموي. د هغه په وینا، د عمر زیاتوالی، د کلسیم او ویټامین ډي کمښت، ناسمه تغذیه او د فزیکي فعالیت نشتوالی د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو مهم لاملونه دي. هغه زیاتوي چې ښځې، په ځانګړې توګه له میاشتني عادت وروسته، د هډوکو د کمزورتیا له زیات خطر سره مخ دي.
ښاغلی وردګ وايي: «د هډوکو د کمزورتیا په ناروغۍ کې د هډوکو کثافت او کلکوالی کمېږي او داخلي جوړښت یې کمزوری او ماتېدونکی کېږي. له همدې امله، هډوکي ان د لږ ټکر یا لوېدو له امله هم ماتېدای شي.»
دغه ډاکټر زیاتوي چې د هډوکو د کمزورتیا د تشخیص لپاره د هډوکو د کثافت اندازه کول او د خطر د عواملو ارزول مهم دي. د هغه په وینا، د DEXA دستګاه د دې ناروغۍ د تشخیص یوه له اصلي لارو ده. هغه ټینګار کوي چې مناسبه تغذیه، د کلسیم او ویټامین ډي ترلاسه کول او منظم فزیکي فعالیت د هډوکو د کمزورتیا په مخنیوي کې مهم رول لري.
دغه ډاکټر وايي: «په افغانستان کې د هډوکو د کمزورتیا د تشخیص او درملنې خدمتونو ته لاسرسی له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. دغه محدودیتونه په ځانګړې توګه په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې ډېر لیدل کېږي. یوه اساسي ستونزه د دې ناروغۍ د بېنښو ماهیت او پر وخت تشخیص د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي کموالی دی. ډېر کسان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي چې هډوکی یې مات شوی وي.»
د علياباد په تدریسي روغتون کې د ارتوپیدۍ او ټراماتولوژۍ (د ټپونو له امله د رامنځته شویو زیانونو د درملنې) متخصص احمد بلال هاشمي وايي، د هډوکو کمزورتیا په پرمختللو پړاوونو کې هډوکي دومره کمزوري کولای شي چې ان لږ ټکر یا ساده لوېدل یې د ماتېدو لامل شي. د هغه په وینا، د ملا د تیر مهرې، د ورون د هډوکي غاړه او د لاس مړوند هغه برخې دي چې د دې ناروغۍ له امله د ماتېدو له ډېر خطر سره مخ دي.
هغه زیاتوي چې د هډوکو د کمزورتیا په ناروغانو کې د هډوکو د کثافت د کمښت له امله د مات شوي هډوکي درملنه پېچلې وي او ښايي د ناروغ د خوځښت وړتیا محدوده کړي. دغه ډاکټر ټینګار کوي چې په لومړي ځل هډوکي تر ماتېدو وروسته د هډوکو د کمزورتیا نه درملنه د بیا ځلي ماتېدو خطر زیاتوي.
ښاغلی هاشمي وايي: «د هډوکو د کمزورتیا له امله رامنځته شوې ماتېدنې له عادي ماتېدنو سره توپیر لري؛ ځکه په دغو ناروغانو کې د هډوکو د کثافت او کلکوالي د کمښت له امله، هډوکي ان د لږ ټکر یا ساده لوېدو پر وړاندې هم اړین مقاومت نه لري. په داسې حال کې چې دغه ډول ټکر ښايي په یوه روغ هډوکي لرونکي کس کې د ماتېدو لامل نه شي، خو د هډوکو په کمزورتیا اخته کس کې د هډوکي د ماتېدو لامل کېدای شي. د ملا د تیر مهرې، د ورون د هډوکي غاړه او د لاس مړوند هغه برخې دي چې تر ډېره د دې ډول ماتېدنې له خطر سره مخ دي.»
دغه ډاکټر زیاتوي چې په ځینو ناروغانو کې، په ځانګړې توګه د عمر خوړلو کسانو، د ورون د هډوکي د غاړې ماتېدل ښايي جراحۍ ته اړتیا ولري. د هغه په وینا، د هډوکو د کثافت کمښت د پېچونو او پلېټونو په وسیله د مات شوي هډوکي تثبیت ستونزمنولای شي. د جراحۍ لګښت، د طبي وسایلو برابرول او د بیارغونې خدمتونو ته محدود لاسرسی هم هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې ناروغان ورسره مخ دي.
هاشمي وايي: «د هډوکو د کمزورتیا په ناروغانو کې د هډوکو د ټیټ کیفیت له امله د ماتېدنې درملنه له ستونزو سره مل وي. په داسې شرایطو کې، پېچونه ښايي په هډوکي کې کافي ټینګښت ونه لري او د مات شوي هډوکي د ټوټو د بیا بېځایه کېدو یا د تثبیتوونکو وسایلو د سستېدو احتمال زیاتېږي. له همدې امله، جراح باید د هډوکي د کمزورۍ کچې، د ماتېدنې ډول او د ناروغ وضعیت ته په پام سره، د درملنې او جراحۍ مناسبه لاره وټاکي.»
دغه ډاکټر ټینګار کوي: «د دغو ناروغانو بریالۍ درملنه یوازې تر جراحۍ او د هډوکي تر بېرته یوځای کېدو پورې محدوده نه ده، بلکې د هډوکو د کمزورتیا درملنې او د بیا ځلي ماتېدو مخنیوي ته هم باید پاملرنه وشي.»
د ارتوپیدۍ او ټراماتولوژۍ (د هډوکو، بندونو او د بدن د غړو د ټپونو او زیانونو د درملنې) متخصص عبدالجمیل احمدزی وايي، د هډوکو کمزورتیا یوازې د زړښت په دورې پورې محدوده نه ده او ماشومان او ځوانان هم پرې اخته کېدای شي. هغه د ویټامین ډي او کلسیم کمښت، کم وزن او د پښتورګو، ځیګر او وینې ځینې ناروغۍ هم په ماشومانو او ځوانانو کې د هډوکو د کمزورتیا نور اغېزناک عوامل بولي.
احمدزی وايي: «د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ دوره د هډوکو د جوړېدو او پیاوړتیا له تر ټولو مهمو پړاوونو ده. هر څومره چې په دې دوره کې د هډوکو کتله ښه جوړه شي، په راتلونکو کلونو کې به د هډوکو کلکوالی ډېر وي او په لویوالي کې به د هډوکو د کمزورتیا خطر کم شي.»
هغه دغه راز د کورټیکوسټرویډ درملو اوږدمهاله استعمال د هډوکو د کمزوري کېدو یو له مهمو لاملونو بولي. د هغه په وینا، دغه درمل د هډوکو د جوړېدو بهیر کموي، په کولمو کې د کلسیم جذب ګډوډوي او د پښتورګو له لارې د کلسیم ایستل زیاتوي. په پایله کې هډوکي په تدریجي ډول کمزوري کېږي او د ماتېدو احتمال یې زیاتېږي.
احمدزی وايي: «د هډوکو د کمزورتیا یوه تر ټولو خطرناکه ځانګړنه دا ده چې په لومړیو پړاوونو کې معمولاً هېڅ څرګنده نښه نه لري او له همدې امله ورته خاموشه ناروغي ویل کېږي. ډېر ناروغان هغه مهال له خپلې ناروغۍ خبرېږي چې هډوکي یې د لږ ټکر یا ان د لوېدو له امله مات شوي وي.»
دغه ډاکټر زیاتوي چې له ۵۰ کلونو پورته ښځې، عمر خوړلي کسان، امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې، پر خوارځواکۍ او د ویټامین ډي پر کمښت اخته ماشومان او د پښتورګو، ځیګر او شکرې ناروغۍ لرونکي کسان د هډوکو د کمزورتیا له زیات خطر سره مخ دي. هغه د لمر د وړانګو کمښت، ناسمې تغذیې او د فزیکي فعالیت نشتوالی هم د دې ناروغۍ د خطر د زیاتېدو عوامل بولي.
پر طبي او تشخیصي ستونزو سربېره، یو شمېر هغه ښځې چې د هډوکو پر کمزورتیا اخته شوې دي، وايي چې تر ناروغۍ مخکې یې د دې ناروغۍ په اړه چندان پوهاوی نه درلود او هغه مهال له خپل وضعیته خبرې شوې چې د ناروغۍ نښې یې شدیدې شوې او ورځني فعالیتونه یې له ستونزو سره مخ کړي وو
د هډوکو پر کمزورتیا اخته یوه ښځه مریم (مستعار نوم) وايي، تر تشخیص مخکې نه پوهېده چې پر دې ناروغۍ اخته ده. هغه زیاتوي چې هر ځل به یې ملا درد کاوه، د تورې دڼیا په تېلو به یې غوړوله او هغه مهال له خپلې ناروغۍ خبره شوه چې د هډوکو کمزورتیا یې ډېره شوې وه. د هغې په وینا، دوه کاله کېږي چې تر درملنې لاندې ده، خو د ملا درد او د شا کړوپوالی یې لا هم د ډېرو ورځنیو فعالیتونو ترسره کول سخت کړي دي.
مریم وايي: «په پیل کې مې هېڅ څرګنده نښه نه درلوده، خو ورو ورو مې ملا درد کاوه او شا مې کړوپه شوه. کله چې ډاکټر ته ورغلم، راته یې وویل چې د هډوکو پر کمزورتیا اخته یم. اوس دوه کاله کېږي چې تر درملنې لاندې یم. له ښځو غواړم چې خپل دردونه جدي وګڼي او یوازې پر کورنیو درملنو بسنه ونه کړي؛ ځکه هېڅ یوه دا ډول لاره ډاکټر ته د مراجعې ځای نه شي نیولای. مه پرېږدئ چې ناروغي مو زما د ناروغۍ په څېر پرمختګ وکړي. اوس ان د یوې بدنۍ د پورته کولو وس هم نه لرم او له ډېرو ستونزو سره مخ یم.»
د هډوکو کمزورتیا هغه ناروغي ده چې د هډوکو د کثافت او کلکوالي د کمېدو له امله رامنځته کېږي او د هغو د ماتېدو خطر زیاتوي. دا ناروغي د بدن هر هډوکی اغېزمنولای شي، خو تر ډېره د ورون، ملا تیر او د لاس په مړوند کې لیدل کېږي.
دا ناروغي د خپل تدریجي پرمختګ او په لومړیو پړاوونو کې د څرګندو نښو د نشتوالي له امله «خاموشه ناروغي» هم بلل کېږي. ډېر اخته کسان هغه مهال له خپلې ناروغۍ خبرېږي چې هډوکي یې مات شوي وي.
د هډوکو د کمزورتیا تشخیص د هډوکو د کثافت د معلولو له لارې شونی دی. دغه راز، مناسبه تغذیه، منظم فزیکي فعالیت او د کلسیم او ویټامین ډي کافي ترلاسه کول د هډوکو په روغتیا ساتلو او د دې ناروغۍ د خطر په کمولو کې اغېزناک دي.
جنسیت، د عمر زیاتوالی، کوچنی جسمي جوړښت او کورنۍ مخینه د هډوکو د کمزورتیا د خطر له عواملو دي. په مقابل کې، ناسمه تغذیه، د فزیکي فعالیت نشتوالی او ځینې هورموني ګډوډۍ هغه عوامل دي چې د طبي پاملرنې او مداخلې له لارې یې خطر کمېدای شي.
خو له دې سره سره، په افغانستان کې د هډوکو د کمزورتیا، په ځانګړې توګه په ښځو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه رسمي او کره شمېرې نشته.





