۸صبح، کابل: د امریکا د ملي استخباراتو شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې په راتلونکو دوو کلونو کې د طالبانو تر سیوري لاندې د څلورو احتمالي سناریوګانو وړاندوینه کړې ده.
د افغانستان په اړه اټکل شوې سناریو د امریکا د ملي استخباراتو د شورا له خوا چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱ خپره شوې ده.
د دغو اټکلونو پربنسټ، په دوو کلونو کې به طالبان په افغانستان کې خپل کنټرول پراخ کړي، چې له امله به یې خلک د دوی له رژیم څخه لیرې شي، کمزوری اقتصاد او په وروستیو دوو لسیزو کې د رامنځته شوي مدني ازادیو په برخه کې به شاته پاتې شي.
نورې سناریوې چې د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو شورا له خوا د طالبانو په اړه یې وړاندوینه شوې د بشري وضعیت خرابیدل، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب زیاتوالی چې د قحطۍ لامل به وګرځي، د طالبانو غفلت، نقدو پیسو ته د افغانانو اړتیا او کډوالي یاده شوې.
د دې شورا په وینا، له طالبانو سره په کار کولو کې ستونزې به ښايي د افغانستان اړوند سیمهییز لوبغاړي دې ته اړ باسي، چې په دغه هېواد کې خپلې هڅې محدودې کړي.
د امریکا د ملي استخباراتو شورا، دا وړاندوینه هم کړې چې د داعش خراسان څانګه به لویدیځ، سیمې او طالبانو ته ترټولو جدي ګواښ وي؛ په داسې حال کې چې د القاعدې شبکه اوږدمهاله بیارغونې ته اړتیا لري.
د امریکا د ملي استخباراتو شورا ویلي، چې طالبان به تر ۲۰۲۵ کال پورې په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره پر نړیوالو مرستو متکي وي او له بلې خوا به هر څومره چې له نړۍ سره په ټکر کې شي، هغومره به نور هم منزوي شي.