۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو او پاکستانه غوښتي، چې د دواړو لوریو ترمنځ رامنځته شوې لانجه د خبرو له لارې حل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین نن پنجشنبه د غويي پر لومړي وویل، چې افغانستان او پاکستان نږدې ګاونډي او د یو بل دودویز دوستان ګڼل کېږي.
هغه طالبان او پاکستان نږدې متحدان وبلل او زیاته یې کړه: «زه باوري یم چې هېوادونه په سمه توګه خپلې اندېښنې حل کولای شي.»
له دې مخکې، پر خوست او کونړ د هوايي بریدونو په پایله کې کابو ۵۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د ویلو ده، چې دا بریدونه له پراخو غبرګونونو سره مخ شول او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دغه سازمان په امنیت شورا کې د پاکستان پر خلاف شکایت وکړ.
چین په داسې حال کې د دواړو لوریو د خبرو غوښتنه کړې، چې دغه هېواد او پاکستان د طالبانو رژیم له جدي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.