د امریکا پر فضا د چین څارونکی بالون؛ پنټاګون د څېړنو په حال کې دی

نړیوالو رسنیو د امریکا دفاع وزارت چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د چین یو شکمن څارونکی بالون له څو ورځو راهیسې ددې هېواد پر اسمان لیدل شوی دی.

الجزیرې پنجشنبې د فبرورۍ په دوهمه رپوټ ورکړی چې پنټاګون خلکو ته د زیان رسېدو له وېرې دا بالون نه دی راغورځولی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د هویت د نه روښانه کولو په شرط خبریالانو ته ویلي چې هېواد یې خپل هوايي حریم ته د دې بالون په ورتلو سره د پوځي هوايي امکاناتو له لارې هغه لیدلی و.

د پنټاګون دغه چارواکي ویلي: «ډېر ډاډمن یم چې دا چینايي بالون پرلوړه ساحه کې دی او د مالوماتو راټولولو لپاره پر حساسو سایټونو الوت کوي.»

د خپرو شویو مالوماتو له مخې، یوه سیمه چې دا بالون یې پر سر لیدل شوی مونتانا ده چې په هغې کې د مالمستروم هوايي هوايي اډه موقعیت لري؛ په دې ځای کې د اټومي خولۍ لېږدوونکي  Minuteman III په ګډون بالستیک توغندویو د ساتلو لپاره ۱۵۰ زېرمتونونه شته.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پاتریک رایډر ویلي: «د امریکا دولت په لوړه فضا کې یو څارونکی بالون چې په اوسني وخت کې پر امریکا وچې پر سر دی، په ګوته کړی او د مالومولو په حال کې یې دي.

رایډر ددې څارونکی بالون د پوځي او فزیکي ګواښ پر نه لرلو په ټینګار سره ويلي چې امریکا د راټولو شویو مالوماتو په اړه د ډاډمنتیا په موخه لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د امریکا د پوځي چارواکو په وینا، په تېرو څلو کلونو کې دې ته ورته نور فعالیتونه هم لیدل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button