۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د وري پر ۴ کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سفر خبر ورکړی دی.
وانګ یي افغانستان ته په خپل سفر کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ليدلي دي.
ويل کېږي، چې د نوموړي د سفر موخه پر اقتصادي، سیاسي او ترانزیتي اړیکو پراختیا د دواړو لوریو د خبرو اترو مهم ټکي دي.
تر دې مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین چهارشنبه د وري پر درېيمه ویلي و: «موږ د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت، منځلاري حکومت، سولې او بیارغونې نوي فصل لپاره د افغانستان ملاتړ کوو.»
د ویلو ده، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر لومړنی رسمي سفر دی.