۸صبح، ننګرهار: سیمهییزې سرچينې وايي چې په ننګرهار کې يوه سړي خپله مېرمن، زوى او اینګور د «روژهماتي» پر مهال د کلاشينکوف پر ډزو وژلي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه جمعه د وري پر ۳مه ماښام مهال د جلالاباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دې پېښې قربانیان لومړى ټپيان شوي؛ خو شېبه وروسته یې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ژوند بایللی دی.
طالب ډلې هم دا پېښه منلې او ويلي يې دي چې د يادو درېيو کسانو پر وژلو تورن کس د دوی له لوري نيول شوى دى.
د روژې میاشتې په رارسېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کورنۍ تاوتریخوالی او جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
درې ورځې وړاندې په پکتيکا کې يوې مېرمنې خپل مېړه د «روژهماتي» په وخت کې پر سر د چړې په ګوزار وواژه.
د کب پر ۲۲مه د خوست ولایت د «لکڼو» ولسوالۍ د «کوړیانو» په کلي کې هم د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې یو ځوان ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.