۸صبح، کابل: ترکیه کې د افغانستان د سفارت مرستیال محمد مصدق فقیري وایی، په دغه هېواد کې له زلزلې وروسته د ۱۶۰ افغانانو مړي له خاورو ایستل شوي دي.
په ترکیه کې د افغانستان د سفارت مرستیال شنبه د سلواغې پر درویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا شمېر وروستی نه دی او ښايي زیات شي.
ښاغلی فقیري زیاتوي، چې تر اوسه د هاتای په ښار کې د ۷۳ لویان او ۵۲ ماشومان او د ترکیې په ادې امانګ ښار کې د ۳۵ نورو جسدونه له خاوررو څخه را ایستل شوي او ثبت شوي دي.
په ترکيه کې د افغانستان د سفارت د مرستيال د معلوماتو له مخې، د دغه سفارت پلاوى نن د غازي انتپ ښار ته لاړ، چې يوه له هغو مهمو سيمو څخه ده چې زلزله پکې شوې او له هغه وروسته به نورو پاتې سيمو ته هم ولاړ شي.
د محمد مصدق فقیري معلومات په ډاګه کوي چې په سفارت کې د همغږۍ یو واحد جوړ شوی او د ۶۵ هېوادونو له مرستو سربېره په ترکیه کې مېشتو افغان سوداګرو، خیریه بنسټونو او په ترکیه کې مېشتو افغانانو ته هم مرستې رسېدلې دي.
ښاغلی فقیري ټینګار کوي، چې له ترکیې څخه افغانستان ته د جسدونو د لېږد لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې اوسمهال په ترکیه کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چې له دې جملې ۵۰ زره تنه یې د استوګنې اسناد لري، ۱۲۰ زره تنه یې په ملګرو ملتونو کې ثبت دي او پاتې نور په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي.