چینې ته څېرمه یې دمه وکړه، مرید ورکوز شو، چې خپل پیر ته د څښلو اوبه راوړي. په چینه کې ښځمنو اوبه ډکولې. د پیر له راتللو خبرې شوې او ټولې راغلې چې پیر وګوري. پيغلې او ځوانې ښځې پر پیر راوڅرخېدې او ویې پوښته :
یا پیره دستګیره !
نارینه مو مساپر دي، چې راشي خپل ماشومان نه پېژني. پېغلې پر کور زړې شوې، زلمیان د ولور په پوره کولو پسې ورک دي. موږ له خپلو نارینه وو سره د ژوند په خوند ونه پوهېدلو. بل نارینه ته تش کتل هم د مرګ په بیه اخیستل دي. ووایه موږ څه وکړو؟
پیر وخندل، په موسکا یې ځواب ورکړ:
ستاسو نارینه په هغه څه پسې تللي، چې دلته هم شته. ستاسو نارینه د نورو خانانو نوکري عیب نه ګڼي، خو د خپل کلي خواري ورته شرم ښکاري. ستاسو نارینه د نورو ښارونو په سپینو او سرو ښځو پسې تللي دي، د دې لپاره ، چې تاسو ورسره پوره مینه نه کوئ. ستاسو نارینه دلته د ( شرم ) له دیو څخه تښتېدلي او ګومان کوي، چې هلته د شرم په نامه څه نه شته.
تاسو خپلو نارینه وو ته پوره مینه نه ده ورکړې او هغوی تاسو ته. ځکه خو مو ماشومان مینه نه پېژني. ستاسو په لمنو کې د مینې کمی دی، ځکه مو ماشومان وسله اخلي او یو بل وژني. تاسو خپلې لمنې دوطن یوه برخه نه ده ګرځولې، چې بچیان مو د مور او وطن په مینه پوه شي. تاسو د انساني عاطفې سرچینې یاست، که تاسو خپلو بچو ته عاطفه ورنه کړئ، راتلونکي زوزات به مو هم یو بل وژني.
خبرې شئ ! چې انساني ارزښتونه د میندو په لمنو کې پېژندل کیږي.
ښځې او پېغلې فکر یووړې، یوه یوه روانه شوه او مرید د کلي هدیرې ته وکتل. پر ډېرو قبرونو جنډې ولاړې وې او د ډېرو قبرونو مړیو په خپلو کې سره وژلي وو. مرید حیران شو، چې د ژوندیو ښځو لمنې خړې او بدرنګه، خو د هدیرو جنډې رنګینې او مستې وې!!!