په تېر پسې
یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
اوسمهال د امریکا، اروپایي اتحادیې او روسیې ترمنځ دا ګډ درک شته دی، چې په افغانستان کې د ناامنۍ دوام د یوه لوري ګټې هم نه خوندي کوي بلکې ټول ګواښي. په افغانستان کې ثبات تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونو سملاسي ګټې خوندي کوي. پاکستان او ایران په افغانستان کې د جګړو له کبله دوې لسیزې د پراخو کډوالیو له بحران سره هم مخ شول. چین هم خپلې عمدتا مسلمان مېشتې سیمې شینګیانګ ته د اسلامي اورپکۍ د غځېدو په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانه ناامني په سوېل لوېدیځه او منځنۍ آسیا کې د چین ملیونونه ډالره پلان شوې پانګونې ګواښي. د 1988 کال خلاف، ټول دغه زبرځواکونه لېوال دي چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي او په نورو لارو دوام ورنه کړي. د 2020م کال د فبروري په 18مه د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا-طالبانو د توافق کلک ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د چین حکومت «په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ټولو اړخونو او نړیوالې ټولنې سره همکارۍ» ته چمتو دی.
د سولې لپاره د اتحاد/اېتلاف رامنځته کول
د ټرمپ د ادارې یو اړخیزه پالیسي نه یوازې دا چې د مطلوبو پایلو په ترلاسه کولو کې ناکامه وه، بلکې د دې په تشخیص کې هم ناکامه وه چې په 2001 کال کې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد د متحده ایالاتو کامیابي څومره د یوه څو اړخیز اېتلاف له سمبالولو سره تړلې وه. د ځواکونو د مسؤولانه وتلو لپاره د سولې په یوه مشورتي بهیر کې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د توافق ادغام، خپله د اتحاد او اېتلاف جوړولو تګلارې ته اړتیا لري. د فبروري پر ۱۸مه، د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، جنرال جېنز سټولټنبرګ له افغانستانه بیړني وتل رد کړل. دغه دریخ یو ځل بیا اروپایي اتحادیه د بایډن تر ادارې لاندې متحده ایالاتو سره همغږې کړه. کابل هم د سټولټنبرک د دغه اعلان هرکلی وکړ؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي شورا له غړو سره په ناسته کې وویل، چې د ناټو تصمیم «ستر پیغام» ولېږداوه. هغه زیاته کړه، د ناټو تصمیم «له طالبانو سره د لا جدي خبرو اترو لپاره» لاره برابروي. د امنیت شورا د 2513 پرېکړهلیک مطابق د ملګرو ملتونو د سازمان تر رهبرۍ لاندې د سیمهییز منځګړیتوب له نوښت څخه د امریکا او اروپایي اتحادیې ملاتړ، د حل لارې د ملاتړ لپاره یوه مشروع فلټ فارم ته لاره برابروي. دا چې په افغانستان کې پوځي ماموریت د ناټو په عملیاتو کې راځي، د بایډن اداره دا فرصت لري چې یو ځل بیا وښيي چې د متحده ایالاتو پالیسي له خپلو متحدینو سره نژدې کار کول دي، نه دا چې په یوازې سر یې سرته رسول غواړي. واشنګټن او بروکسل د امریکا او ناټو ماموریت ته داسې لوری ورکولی شي چې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له ګواښ سره مخ کېدو پرته په افغانستان کې د دوی پوځي حضور پای ته ورسېږي. اوسمهال، په افغانستان کې د ناټو 11000 پوځیان (تر نورو ډېر 2500 یې امریکايي پوځیان) په دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت کې د واشنګټن-بروکسل رول ادا کوي. که څه هم، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د مذاکراتو له لارې روغې جوړې ته د رسېدو بار د افغان حکومت پر اوږو واچاوه، پرته له دې چې د ترلاسه کولو لپاره یې اړین وسایل ورته چمتو کړي.
په سیمه کې د اروپا د روابطو پر عمق له تکیې هاخوا د بایډن د ادارې لپاره بل دیپلوماتیک امتیاز دا دی چې: اروپايي اتحادیه اوسمهال له روسیې او چین سره د امریکا په پرتله ښې اړیکې لري. اروپایي اتحادیه همدا راز له ایران سره په اتومي تړون کې هم ده او په عین حال کې د تهران او بایډن د ادارې ترمنځ منځګړیتوب هم کوي. «بالآخره، دا چې په افغانستان کې عملیات د ناټو تر مشرۍ لاندې یو ماموریت و. نو ولې باید یوازې د واشنګټن د شرایطو پربنسټ خبرې اترې پرې وشي؟» د اروپایي اتحادیې یوه جګپوړي دیپلومات په دې وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لیکونکو وغوښتل چې د منځګړیتوب په دې بهیر کې باید د وسلهوالو ډلو ښکېلتیا د تړون د شرایطو پربنسټ وي، خو د خپلې خبرې لوری به ټوله نړیواله ټولنه ګرځوي، نه یوازې متحده ایالات.
څه باید وشي؟
په افغانستان کې د جګړې پای یوه ګډ هدف ته د دوو جلا ماموریتونو رسېدل غواړي. په کور دننه باید طالبانو ته قناعت ورکړل شي چې داسې تړون چې سیاست پکې د تاوتریخوالي ځای نیسي هم دوام کولی شي او هم ممکن دی. له ۱۹۷۸ کال وړاندې افغانستان چې اوس هم په نه قابو کېدونکي او نه ایل کېدونکي مشهور دی د نيمې پېړۍ نه ماتېدونکې سولې تجربه لري او په سیمه کې تر ایران وروسته دویم تر ټولو زوړ دوامدار خپلواک دولت دی. په نړیواله کچه د افغانستان ټول ګاونډیان باید د ملگرو ملتونو په مشرۍ په یوه ګڼ اړخیز جوړښت کې دا ژمنه وکړي چې نور به مداخله نه کوي. افغانستان دوې پېړۍ د داسې جيوپالیټیک سیاستونو قرباني و چې افغانان پکې په داسې نابللو جګړو کې مړه کيږي چې د دوی تر خاورې په لوی لاس ورغځول کېږي. د لاسوهنو دوه وروستي موارد د شدیدو کورنیو جګړو د رامنځته کېدو او د دې لامل شول ترڅو افغانان د څلور لسیزو لپاره یو بل سره ووژني. دا ښيي چې د افغانستان جګړه له اغېزناکې سیمهييزې او نړیوالې همکارۍ پرته پای ته نشي رسېدی چې په دې ډول د سولې ماتوونکي د سولې له سبوتاژ کولو راتم کړای شي او دا ډاډ رامنځته شي چې افغانستان نور خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه دی. په اوسني غلیمانه او ناندریو ډک چاپیریال کې بریالی کار پر لاندې دوو ننګونو لاسبري ته اړتیا لري.
نور بیا