یو شمېر ځوانان چې په انلاین پلېټفارمونو او د شبکوي بازارموندنې په شرکتونو کې یې پانګونه کړې، وايي چې د خپلې پانګې یوه برخه یا ټوله یې له لاسه ورکړې، بې له دې چې ژمنه شوی عاید او ګټه ترلاسه کړي. دوی زیاتوي چې د لنډ وخت په موده کې د عاید د ترلاسه کولو له ژمنو ناخبري او پر هغو باور د دې لامل شوی چې په اسانۍ په دغو شبکو کې جذب شي.
د کابل اوسېدونکی نوید (مستعار نوم) وايي، د یوه همکار په ټینګار سره د شبکوي فعالیتونو او ډلې جوړولو په کار کې ښکېل شو؛ خو د ۵۰۰ ډالرو له ورکړې وروسته یې همکار ورسره اړيکه پرې کړه او نور یې زنګونو او پیغامونو ته ځواب نه ورکاوه.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «څو میاشتې مخکې یوه همکار راته وویل چې د دوی له ډلې سره یوځای شم. هغه ویل چې دا نیمهوخت کار دی، ښه عاید لري او زه کولای شم په لنډ وخت کې پرمختګ وکړم. څو غونډې یې راته جوړې کړې او راته یې وویل چې کار په ۳۰۰ یا ۵۰۰ ډالرو پیلولای شم. په پای کې مې هغوی ته ۵۰۰ ډالر ورکړل او زما لپاره یې حساب پرانیست؛ خو یوه میاشت وروسته هر څه ودرېدل او نور یې زما زنګونو او پیغامونو ته هم ځواب نه ورکاوه.»
د پنجشېر اوسېدونکې زینب (مستعار نوم) وايي، د شبکي د یوې فعالې په ژمنو وغولېده او په پای کې یې خپله یوازینۍ پانګه له لاسه ورکړه. هغه وايي: «زما یوې ملګرې انلاین کارونه کول. هغې راته وویل چې بېکاره یم، نو له دوی سره یوځای شم او کار وکړم. ویل یې چې دا کار هم ښه عاید لري او هم زما پوهه او معلومات زیاتوي. هغې د پرمختګ او ډالري عاید خبرې کولې.»
دغه ځوانه زیاتوي: «ملګرې مې ویل چې څومره په ډېرو پیسو کار پیل کړم، هومره به مې عاید زیات وي او کولای شم یوازې د ټیلیفون په کارولو او هره ورځ د دوو ساعتونو په لګولو ښه عاید ترلاسه کړم. ما کار په ۳۰۰ ډالرو پیل کړ؛ خو نه یوازې دا چې هېڅ عاید مې ترلاسه نه کړ، بلکې ټوله پانګه مې هم له لاسه ورکړه.»
د بدخشان اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) وايي، د شبکوي بازارموندنې په يوه شرکت کې یې نږدې دوه کاله کار وکړ؛ خو د توکو په پلور او د کاري ډلې په جوړولو کې د ناکامۍ له امله یې دغه کار پرېښود.
د بدخشان دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د یوه ټولګیوال په هڅونه د شبکې جوړولو او د انلاین توکو د پېر او پلور په کار کې ښکېل شوم. د کار له پیل مخکې یې راته انلاین سیمینارونه جوړ کړل؛ خو توکي ګران وو، ونه توانېدم شبکه جوړه کړم او په پلور کې بریالی شم. په پایله کې مې نه یوازې ګټه ترلاسه نه کړه، بلکې زیانمن هم شوم.»
عایشه (مستعار نوم)، چې د ډلې جوړولو او د توکو پلورلو په شبکو کې د فعالیت له امله زیانمنه شوې، وايي چې تنکي ځوانان او ځوانان د ناخبرۍ او د عاید د ترلاسه کولو پر ژمنو د باور له امله په اسانۍ په دغو شبکو کې جذبېږي.
دغه ځوانه وايي: «په لدورا او بیز په څېر شرکتونو کې په پیل کې د پراخو تبلیغاتو او د لوړ عاید د ژمنو له لارې هڅه کوي چې خلک همکارۍ ته وهڅوي. کله چې یو کس د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي، تذکره یې اخلي او معلومات یې په اړوند وېبپاڼه کې ثبتوي. له نوملیکنې وروسته د هغه په نوم حساب پرانیزي او ترې غواړي چې د شرکت توکي واخلي. په پایله کې ځوانان له شامپو، صابون او نورو توکو څخه له ډېرو ډکو بکسونو سره مخ کېږي؛ خو نه پوهېږي چې څنګه یې وپلوري. کله چې یو کس د توکو په پلورلو کې له ستونزې سره مخ شي، د ډلې مشر یا مسوول یې یو ځل بیا په ژمنو او هڅونو کار ته دوام ورکولو ته هڅوي او ترې غواړي چې د توکو د پلور لپاره بېلابېلو ځایونو ته ولاړ شي.»
د هغې په وینا، د دغو توکو پر ځینو یې د کارونې د پای نېټه نه وي لیکل شوې او له همدې امله خلک یې پېرلو ته چندان لېوالتیا نه ښيي. په پای کې، کس نه یوازې خپله پانګه له لاسه ورکوي، بلکې له ناهیلۍ سره هم مخ کېږي.
عایشه زیاتوي چې د دغو شبکو ځینې مسوولان ان وروسته له هغه هم له کس سره اړیکې نیسي او د هغه د حال پوښتنه کوي چې د کار پرېښودو پرېکړه یې کړې وي؛ په ځینو مواردو کې یې ان کور ته هم ورځي. د هغې په وینا، ډېری ځوانان تر یوې مودې وروسته پوهېږي چې د دغو شبکو پر ژمنو د باور له امله یې خپله پانګه له لاسه ورکړې ده.
دغه ځوانه وايي: «ما خپله هم یوه میاشت په دې برخه کې کار وکړ. د ډلې مشر يوه ښځه وه. هغې به پرلهپسې راته زنګونه وهل او له ما سره یې د اړیکو نیولو ته دوام ورکاوه؛ تر دې چې زما د واټساپ حساب هک شو.»
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ځوانانو څه موده مخکې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې په دې وروستیو کې د کا موندنې جعلي دفترونو فعالیتونه زیات شوي دي. دوی زیاته کړې وه چې دغو شرکتونو د کار د زمینې برابرولو، د دندې په اړه د مشورې ورکولو او په بهرنیو شرکتونو او نړیوالو سازمانونو کې د ګومارنې د مرستې په نوم د دندې له غوښتونکو پیسې اخیستې، خو په عمل کې یې هېڅ ډول خدمتونه نه دي ورته وړاندې کړي.





