۸صبح، کابل: د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغه سازمان په یوه ناسته کې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ» بللې دی.
هغه د ملګروملتونو سازمان د اسمبلې د درېیمې کمېټې په ناسته کې، چې د «بشري حقونو د خوندیتوب او ودي» په نوم جمعه د تلې پر ۳۰ ترسره شوه افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو وینا کړې ده.
فایق په دې ناسته کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د «جنسي اپاراتاید»، «د هزارهوو نسل وژنه»، «شکنجې»، «له محاکمې پرته د جنګي بندیانو وژنې» او «جبري کډو» په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي، چې د طالبانو له خوا له بشري حقونو د پراخې او پرلهپسې سرغړونې په تړاو زړهبوږنونکي راپورونه، چې د مخکینیو امنیتي ځواکونو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او له مقاومت جبهې سره د اړیکو لرلو په تور له محاکمې پرته وژنې، شکنجه او نیول پکې شامل دي موجود دي.
هغه زیاته کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو له دې جملې بدخشان، بغلان، پنجشېر، سرپل او تخار کې د جنګي بندیانو له محاکمې پرته وژنو او شکنجې او جبري کډو په اړه باوري راپورونه، چې د «جنګي جرمونو» ښکارندویي کوي شتون لري.
فایق هېواد کې د ښځو وضعیت «سخت د اندېښنې وړ» بللی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له خوا «جنسي اپاراتاید» کېږي او ښځې په سیستماتیک ډول له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادی برخو ایستل کېږي.
ښاغلي فایق پر کاج ښوونیز مرکز وروستي برید ته په اشارې وویل، چې د داسې بریدونو پرلهپسې ترسره کېدل دې د «نسل وژنې» په توګه وڅېړل شي او طالبان یې د لږکیو د امنیت په خوندیتوب کې ناکام بللي دي.
هغه د ملګروملتونو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې «د هزارهوو له نسل وژنې د مخنیوي لپاره د یوه حقیقت موندونکي پلاوي د رامنځته کولو او د نسل وژنې، جبري کډو او له محاکمې پرته وژنو په ګډون د ټولو اړخونو په اړه د راپورونو د برابرولو له لارې دې» عملي اقدامونه وشي.
د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست همداراز له هېوادونو غوښتي، چې طالبان د خپلو بشري حقونو ژمنو د پلې کولو او د «ټول ګډونه او ځواب ویونکي دولت» رامنځته کولو لپاره تر فشار لاندې راولي.