فوزیه کوفي: په افغانستان کې برابري له بده مرغه په یوه خوب اوښتې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط نه وروسته او د طالبانو د متحجرې ادارې په راتګ، په افغانستان کې د ښځو وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی او ښځې بیا شاتګ ته اړې شوې دي. د طالبانو د مشرتابه یو له لومړنیو فرمانونو، له شپږم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل و. وروسته له هغه نه پارکونه، د پوهنتون دروازې، دولتي ادارې او خصوصي موسسې هم تر ثانوي خبرتیا پورې د ښځو پر مخ وتړل شول. د طالبانو په اداره کې ثانوي خبرتیا داسې ده چې له هغه وروسته نوې پرېکړه نه نیول کېږي. د ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري د جبري فرمانونو له لګولو وروسته، ښځې د طالبانو د حاکمیت په لومړیو ورځو کې، د دغې ډلې پر وړاندې راپاڅېدلې او لاریون یې وکړ. لاریونونه چې وروسته د طالبانو له لوري په تاوتریخوالي واوښتل او د ښځو ژبه یې هم تر ثانوي خبرتیا پورې په زنځیر وروتړله. د افغانستان ښځې دا مهال د څلورو دېوالونو تر شا، له لومړنیو امکاناتو او بشري حقونو نه لیرې ژوند کوي. د مارچ د اتمې په رارسېدو، د «برابرۍ پر لور» نړۍوال کمپاین، او په افغانستان کې د ښځو لپاره له یو نیم کال سختو شرایطو وروسته، نړۍ، نړۍوال سازمانونو او د ښځو د حقونو ملاتړو، د طالبانو د متحجرانه کړنو پر وړاندې او له بند نه د ښځو د خلاصون لپاره هېڅ ډول جدي ګام نه دی پورته کړی. د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو د لا زیات بحث لپاره ۸صبح ورځپاڼې د استازو د مجلس له پخوانۍ غړې او سیاسي شنونکې مېرمن فوزیه کوفي سره مرکه ترسره کړې ده.

۸صبح: واک ته د طالبانو له بیا ځلې راتګ وروسته، د افغانستان ښځې تقریبا له خپلو اساسي او بنسټیزو حقونو نه بې برخې شوې دي. په دا شان شرایطو کې ایا کولای شو له برابرۍ نه خبرې وکړو؟

کوفي: طبیعتا نه، له بده مرغه برابري په افغانستان کې په یوه خوب اوښتې ده. افغانستان داسې هېواد دی چې د ټولنیز عدالت او جنسیتي عدالت بحث تل په عمل کې له ستونزې سره مخ شوی دی او دغو دوو مولفو هېڅکله د هېواد په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې خپل ځای نه دی موندلی. خو له کومه ځایه چې په تېرو شلو کلونو کې مدني- ټولنیز او رسنیز فرصتونه رامنځته شول او خلکو کولای شوای خپله نارضایتي او خپل نظر ووایي، د طالبانو له راتګ وروسته، د عدالت او برابرۍ په اړه هر ډول بحث منتفي شوی او کوم واک چې طالبان یې لوبوي، له طالبانو او د طالبانو لپاره دی. د ښځو تر څنګ، نارینه هم د سیاسي ګډون له حق نه بې برخې شوي دي.

۸صبح: د ښځې او نر برابروالی، حتی په لوېدیځو هېوادونو کې هم نه دی رامنځته شوی. د بېلګې په ډول ښځې د نارینه وو په پرتله، لږ حقوق او امتیازات ترلاسه کوي او یا هم د ماشومانو لرلو مسوولیتونه او په کور کې کار کول، له ښځو نه ډېر فرصتونه اخلي چې هغوی نه شي کولای له نارینه وو سره سیالي وکړي. ولې داسې ده؟

کوفي: له تاسو سره موافقه یم. د ښځو د ستونزو بحث یوازې په افغانستان کې نه دی. د تاریخ په موده کې د ښځو مشرتوب ته کتنه، د دغې خبرې ښکاروندیي کوي. لږ شمېر ښځې د نارینه وو په پرتله د بنسټونو مشرۍ پر غاړه لري، د امنیت، اقتصاد او سیاست په برخو کې اساسي پرېکړې نیسي. طبیعتا د نابرابرۍ له نړۍ سره مخ یو چې د جنسیتي عدالت ټینګښت لا هم یوه ستونزه ده. په ټولو هېوادونو کې حتی په پرمختلليو هېوادونو کې، ټولنیز جوړښتونه که تبعیض لرونکې هم نه وي، خو دا ډول کړنې په ټولنه کې شته. په نورو هېوادونو کې جنسیتي تبعیض لکه د ښځو او نارینه د نابرابر مزد ترلاسه کول، د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی، د هغوی پر وړاندې ټولنیزې کړنې…. کېدای شي لا هم پر خپل ځای وي. خو هغه څه چې په افغانستان کې د پېښېدو په حال کې دي، په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د واکمنو د پالیسۍ یوه برخه ده. کله چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د رسمي سیاست یوه برخه او د یوه واک د پرېکړې نیونې مهمه برخه غوره کړي، هغه وخت نړۍ باید د افغانستان د واکمنو پر وړاندې ودرېږي او اړتیا ده چې په وضعیت کې د بدلون د رامنځته کولو لپاره غبرګون وښودل شي.

۸صبح: لیدل کېږي چې جنسیتي نابرابروالی یا نابرابري په نورو مذاهبو، ادبیاتو، تاریخ او حتی د هېوادونو په کلتورونو کې هم اوږده ریښه لري. لکه څرنګه چې طالبان په افغانستان کې، له عمومي حوزې او د زده کړو له چاپیریال نه د ښځو لیرې کول دیني لارښوونو او حتی د خلکو فرهنګ پورې تړي. هغو هېوادونو کې چې ښځې په ښه وضعیت کې دي، لوړې او ژورې یې زغملې دي څو په نسبي توګه د ښځو وضعیت ښه شوی دی. هغوی د قوانینو د بدلولو او د خلکو د فرهنګ بدلولو له لارې، دا شان وضعیت ته رسېدلي دي. په افغانستان کې د ښځو لپاره وضعیت څنګه وینئ؟

کوفي: په ټوله نړۍ کې د یوې اوږدمهاله مبارزې لپاره وخت ته اړتیا وه څو په جوړښتونو، قوانینو او د خلکو په فرهنګ کې د دې لپاره چې ښځې له نارینه وو سره د مساوي ښاروندانو په څېر وګڼل شي، بدلونونه، رامنځته شي. حتی د مارچ ۸مه، د نړۍ د ښځو د یووالي ورځ، هغو مبارزو سره چې ښځو د عدالت او برابروالي په ځانګړي ډول د یو شان مزد لپاره درلودې، اړیکه لري. افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله چې یوه اوږده لاره یې تر شا پرېښې ده، د فرصتونو د نه شتون، د جګړو د موجودیت او د ناوړه فرهنګ له امله، د غورځنګ د واقعي په معنا چې وکولای شي په ټولنه کې منفي پدیدو ته بدلون ورکړي او نه یوازې د قوانینو په جوړونه کې مرسته وکړي، بلکې د فرهنګ په جوړونه کې هم مرسته وکړي، په رښتیا هم داسې څه ونه شول. په تېرو شلو کلونو کې حرکتونه وو او نن د طالبانو پر وړاندې هم شته. نن چې افغانې مېرمنې له کومو ستونزو نه رنځ وړي او د واکمنې ډلې له لورې پر هغوی تحمیل کېږي، په ورته مهال کولای شو هغه ته د یوه فرصت په توګه وګورو، د دې لپاره چې ښځې پوه شي چې په افغانستان کې د ښځو د غورځنګ د رامنځته کولو او د روایتونو او د فرهنګ د بدلون لپاره، څنګه کولای شي د خپلو ځواکونو تر منځ همغږي رامنځته کړي. ډېری موردونه چې اوس یې طالبان ادعا لري او د دین په نوم د افغانستان پر ښځو تحمیلېږي، په دین کې ریښه نه لري. ډېری مهال په فرهنګ کې هم حتی ریښه نه لري، بلکې په واک کې ریښه لري. مونږ باید دا ډول کړنه له منځه یوسو. ښځې کولای شي د دغې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې بریالۍ وي، ځکه ښځې له دغه اساسي ستونزې نه رنځ وړي. مونږ ستونزمنو او سختو ټاکنو ته اړتیا لرو او دا یو فرصت دی چې ښځې سره همغږې شي خو هېره دې نه وي چې په یوازې ځان د هغو د ترسره کولو وس مونږ کې نه شته.

مونږ منتظر وو هغو پلرونو ته چې لورګانو یې ښوونځي ته د تللو اجازه نه درلوده، هغه خاوند ته چې مېرمنې یې خپله دنده له لاسه ورکړې یا حتی هغې مور ته چې لور ته یې د پوهنتون تللو زمینه نه ده برابره شوې، څو یو حرکت په لاره واچوي. په وار وار مې ټینګار کړی چې که چېرې نن څلور میلیونه نجونې ښوونځیو ته نه ځي، داسې وګڼئ چې یوازې د هغوی ۱۰ زره پلرونو کولای شوای د نجونو لپاره لاریون وکړي. د بېلګې په توګه، یوازې کافي و چې زامن یې ښوونځیو ته نه وای تللي یا د دولتي دفترونو دروازې یې تړلې وای، ایا د بدلون لامل به نه وای شوي؟

یعنې په واقعي معنی د مدني دینامیک حرکت انتظار لرو چې له بده مرغه تر اوسه نه دی ترسره شوی؛ خو په وروستیو کې فکر کوم غبرګونونه ډېر شوي دي؛ خو ورته مهال د دې تر څنګ ستونزې هم لرو. حتی هغوی چې په مدني ډول مبارزې وکړې چې دا ډول مبارزه له ګواښ نه لیرې نه وې، پوهېږو هغوی نن په زندان ورځې او شپې تېروي؛ خو زه په دې اند یم چې له قربانۍ پرته هېڅ مبارزه نه ترلاسه کېږي. که واقعا مطمین یو چې د ښځو ستونزه د ټول افغانستان ستونزه ده او که د افغانستان نجونې نن ښوونځي، پوهنتون او یا کار ته نه شي تللی، د افغانستان د سبا اقتصاد، امنیت، د حکومتولۍ ډول، ټولنیزو اساساتو، ټولنیزو تړلتیاو او ټولنیز حقونو ته زیان رسوي، که مونږ ټول دې پایلې ته رسېدلي یو، اړینه ده چې ښځې او نارینه مبارزه وکړو. خو زه فکر کوم چې خلک لا تر اوسه دې پایلې ته نه دي رسېدلي. سمه ده چې دا وضعیت لنډمهاله دی، خو که چیرې خلک فعال نه شي او خپل مسوولیت ترسره نه کړي او د هغوی له لوري په وضعیت د لنډمهاله باور په صورت کې، کېدای شي له دې وروسته چې کوم نظام رامنځته کېږي، د خلکو د لاسوهنې له مخې رامنځته نه شي. له همدې امله خلک باید خپل برخلیک او مشر پخپله وټاکي، داسې غورځنګ رامنځته کړي چې که سبا ورځ طالب ونه شي کړای حکومت وکړي، پر وړاندې یې بدیل ولري.

۸صبح: تاسو د ښځو په اوسني وضعیت د افغانستان د فرهنګ، دین او د خلکو د ټولنیزو اړیکو اغېز څنګه وینئ؟ فکر نه کوئ د ټولنې یوه برخه د مذهبي او کلتوري مسایلو له امله له دغه وضعیت نه ملاتړ کوي؟

کوفي: د ټولنې یوه برخه له طالبانو ملاتړ نه کوي، بلکې یوه برخه یې بې تفاوته ده؛ ځکه فکر کوي چې دا وضعیت تېرېږي او د خلکو د وضعیت د بدلون لامل بل څوک دی. خلک لا هم په خپل واک بې باوره دي؛ ځکه له بده مرغه په وروستیو کلونو کې لږترلږه زمونږ په مسیر کې له افغانستان نه بهر تحولات رامنځته او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړای شوي دي. هغه تحولات یا بدلونونه چې د خلکو له د ننه نه رامنځته شوي وي، لږ دي. دغه بدلونونه پوځي وو او د حکومتونو له لوري له منځه وړل شوي دي او یا هم له بهر نه د بهر له لوري په فشار او ملاتړ رامنځته شوي دي. له همدې امله زه فکر کوم چې کېدای شي تر څو کلونو وړاندې تحریمونو زمونږ په کلتور او عرف کې ریښه درلوده او ډېری خلکو طالباني چلندونه درلودل. د بېلګې په توګه ۳۵ کاله مخکې خلکو فکر کاوه چې لورګانې یې باید ښوونځیو ته لاړې نه شي یا مېرمن یا خور یې کار وکړي؛ خو لږترلږه زه د لیرې پاتې شوې سیمې چې خپله مې له هغو نه استازيتوب کوم، کولای شم ووایم چې په تېرو ۲۰ کلونو کې کوم بدلون چې راغلی، فکري تحول او بدلون دی، لکه څنګه چې خلک دې باور ته رسېدلي چې لورګانې یې باید ښوونځي ته لاړې شي.

پلرونو ډېر مهال د ښوونځیو د ودانۍ لپاره وړاندیز کړی دی. له ما نه یې مرسته غوښتې ده څو لورګانې یې د دندو څښتنې شي. له همدې امله زه فکر کوم چې یو فکري بدلون د رامنځته کېدو په حال کې و؛ البته دا اندېښنه شته چې د طالبانو په راتګ سره بیا ځلې د ټولنیز او فکري بدلون له پلوه چې د ټول افغانستان په کچه د رامنځته کېدو په حال کې و، مونږ صفري نقطې ته بېرته لاړ شو او خلک داسې فکر وکړي چې طالبان د افغانستان واقعیت دي او ښوونځی او زده کړه راتلونکې نه لري. دا له هغو لاملونو دي چې خپله مدني مبارزه باید همدا شان ژوندۍ وساتو، پرته له هغې نه خلک فکر کوي چې یوازې طالب بدیل دی او بله ټاکنه نه لري. مونږ باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.

۸صبح: په افغانستان کې د ښځو د زده کړې د مسلې په اړه، زمونږ لومړیتوبونه څه دي؟ کوم کارونه باید وکړو چې د افغانستان ښځه بیا:ځلې د زده کړې او په ټولنه کې د ګډون فرصت ولري؟ ایا غوره وضعیت ته د افغانستان بدلون، یوازې د ښځو پر وړاندې د زده کړې د موانعو په لیري کولو سره ممکنه ده؟

کوفي: که د افغانستان سیاسي وضعیت بدلون ونه کړي، په هغو مسایلو ټینګار کول چې ښځو پوړې اړه لري، لکه د کار حق، د زده کړې حق او نور، ډیر مسایل نه شي بدلولی. زه فکر کوم چې په ټوله کې د افغانستان سیاسي وضعیت باید بدلون وکړي او هغه وخت دا کار شونی دی چې پر طالبانو فشار راوړل شي او سیاسي اپوزیسیون رامنځته شي. د ښځو ډلې سره همغږې شي او د طالبانو لپاره د باور ور په یوه بدیل واوړي. اوسمهال طالبان بهرنیانو د خپلو خبرو اترو په ترڅ کې وايي چې یوازې هغوی بدیل دي. نړۍ دې پایلې ته رسېدلې ده چې د طالبانو لپاره ځایناستی نه شته یا لږترلږه تر څو میاشتو مخکې همدې پایلې ته رسېدلي وو. خو دا ذهنیت د بدلون په حال کې ده او له همدې امله مونږ باید ډېر د سیاسي وضعیت د بدلون په فکر کې واوسو. ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو په تګ ټینګار مهم دی. اصلا د ښځو تحریم نه دیني اساس لري بلکې د واک مساله ده چې د طالبانو له لوري نندارې ته وړاندې کیږي. لومړی باید دا کار نه وای شوی، خو اوس که زمونږ ډېر ټینګار د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په پرانیستلو وي، پرته له دې چې زمونږ د هېواد سیاسي وضعیت بدلون وکړي، هغه دردمند وجود ته ورته دی چې یوازې غواړو د یوې برخې درملنه یې وکړو. که ټول وجود درد لري، باید ټول د درد لاملونه له منځه یوسو. د نجونو پوهنتون یوه مهمه برخه ده، خو تر هغه پورې چې فضا بدلون ونه کړي، دا به هم بدلون ونه کړي.

۸صبح: تاسو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازو په مجلس کې د خلکو استازي وئ او په یوه مرحله کې د یاد مجلس تر مرستیالۍ هم ورسېدئ. په افغانستان کې د یوه پارلماني نظام رامنځته کول څومره کولای شي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي؟ ایا په جمهوري نظام کې د ښځو له حقونو نه راضي وئ؟

کوفي: لکه څنګه چې مې مخکې اشاره وکړه، په ټوله کې نړۍ یوه نابرابره نړۍ ده او افغانستان هم له هغې مستثنا نه دی. لکه څرنګه مې چې د ۸صبح په ورځپاڼه کې وویل چې د جمهوریت په وخت کې زمونږ مبارزه اسانه نه وه او زمونږ په وړاندې هم غبرګونه راپارېدل هماغه لیدلوری چې نني طالبان یې لري، د هغه وخت د پارلمان د غړو پر افکارو یې اغېز درلود. کله مو چې غوښتل د تاوتریخوالي د منع قانون تصویب کړو، یو شمېر د پارلمان غړو طالباني لیدلوری درلوده. بهر د ښځو لپاره د ساتنې یو سیستم نه و، خو وضعیت د بدلون په حال کې و. په کلیو کې خلکو د ښځو په شتون ډېر باور پیدا کاوه. ټولټاکنې چې ترسره شوې، خلکو پرته له دې چې په قانون کې مثبت تبعیض و، په ښځینه استازو یې ډېر باور وکړ او رایې یې ورکړې. خلک ښځینه استازو ته ډېر ورتلل. خلکو فکر کاوه چې هرڅومره کوچنی کار هم وي، ښځینه استازې یې ترسره کوي، د بیان واک او د مرستې د وړاندې کولو واک لري. سربېره پر دې فکر کوم د ښارمېشتو او کلي مېشتو ښځو تر منځ واټن شتون درلود. سره له دې، د دولت له لوري د ملاتړ سیستم نه و. په ډیری مسایلو کې د ښځو له شتون نه په نمایشي ډول ګټه اخیستل کېده او د ښځو واقعي واک یا نه ملاتړ کېده یا هم وده نه ورکول کېده؛ خو یوه خلاصه فضا وه چې کېدای شوای د ټولو مسایلو په اړه خبرې وشي. داسې پارلمان مو درلود چې مونږ غوښتل قوانین تصویب کړو او بې شمېره قوانین مو تصویب کړل.

پارلماني نظام یا یو غیر متمرکز نظام باید په پوره ډول یو مدني او انساني بحث وي. د سیاسي نظام د ډول پر وړاندې غبرګون، یو غیر عقلاني غبرګون دی. یو شمېر دوستان غواړي چې د سیاسي نظام په اړه هېڅ بحث ترسره نه شي او تړل شوی ریاستي سیاسي نظام او هغه نظام چې یو کس د واک دستګاوې تر خپل کنټرول لاندې ونیسي، باید شتون ولري؛ خو په ورته مهال یو شمېر بیا ټول اصول او اساسات تر پښو لاندې کوي؛ یعنې د دوو افراط او تفریط تررمنځ ولاړ یو. فکر کوم د افغانستان د سیاسي نظام مسلې ته باید له عقلاني اړخه وګورو. مونږ که رښتیا هم په ۲۰۰۳م کال کې د اساسي قانون په اړه بحث کړای وای او په دې برخه کې عقلاني توافق د افغانستان واقعیتونو ته په پام ترسره شوی واي، کېدای شول نن زمونږ اردو د مالکیت حس درلودی، زمونږ پولیسو تر ډېره د مالکیت حس درلودی او زمونږ بنسټونو ځان مکلف ګڼلی څو د طالبانو پر وړاندې له هېواد نه دفاع وکړي؛ خو دا چې ټول موضوعات د یوه کس د ادارې له لارې ترسره کېدل، خلکو د تړلتیا  او مالکیت حس نه درلود او وضعیت  هم داسې شو چې مونږ یې پایلې وینو. له همدې امله د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام بحث یو مهم بحث دی او باید په زغم او یو بل منلو له لارې له دغې مسلې سره چلند وشي.

۸صبح: په تېر یو نیم کال کې د «برابرۍ په لور» او دغه راز د طالبانو پر وړاندې ستاسو جدي کار څه دی؟ خلک پوښتي چې د ښځینه استازو له لوري د بشري حقونو د بنسټونو له لوري د ټولو دغو مډالونو ترلاسه کول، د څه لپاره دي، په داسې حال کې چې په کورني وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.

کوفي: زمونږ هڅه دا وه چې د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو غورځنګ رامنځته او ملاتړ یې وشي. دې ته په کتو چې ښځې د افغانستان د خلکو په منځ تر ټولو زیات په خپلو اوږو د طالبانو له لوري فشار لېږدوي، اړتیا ده چې مونږ حرکت رامنځته کړو. مونږ کولای شو بې شمېره تشکیلات ولرو، د ښځو لپاره بې شمېره جوړښتونه ولرو، کوچني غورځنګونه ولرو، بېلابېل سرلیکونه ولرو، خو د مبارزې لاره او د مبارزې موخه باید یوه وي. هڅه مو دا ده چې په بهر او د ننه کې دا همغږي رامنځته شي، په ځانګړي ډول هغه څوک چې له افغانستان نه بهر دي، لکه سیاسي مشران، مدني مشران، متخصصین، د رسنیو غړي او له ځوانانو سره مو غونډې درلودې. ومورکولای شو چې یو پلټفورم یا ایتلاف رامنځته کړو چې له دې لارې د افغانستان د ښځو غږ، درد او ستونزې مو د نړۍوالو غوږونو ته ورسولې. کله هم د مسلې طرحه او د افغانستان لپاره د حل لارې طرحه. دغه راز د افغانستان په د ننه کې مو د ښځو ملاتړ مطرح کړی دی. سربېره پر دې، له شخصي اړخه روښانه ده چې په دې برخه کې مې ډېر کارونه ترسره کړي دي. د بېلګې په توګه د هغو ښوونځیو له لارې ما پورې اړه لري، کېدای شي ستاسو د برنامې له حوصلې نه بهر وي، د دې لپاره چې ستونزه رامنځته نه شي، د هغو یادول اړین نه بولم.

۸صبح: په پای کې مو نړۍ ته پیغام څه دی؟

کوفي: پای کې دوه پیغامونه لرم؛ یو پیغام د افغانستان د ښځو لپاره. زما پیغام دا دی چې مونږ کولای شو د نظر اختلاف ولرو. هغه ټولنه چې د نظر اختلاف ونه لري، په دې معنی ده چې د ښو او ډېرو ښو او بد او ډېر بدو افکار ترمنځ نه شي کولای یو وټاکي. د نظر اختلاف د دې لامل کېږي چې زمونږ د ټاکنې ساحه پراخه شي او د څو ټاکنو له منځ نه ښه ټاکنه ولرو. خو زمونږ د مبارزې صف او سنګر چې غواړو له مقابل لوري سره مبارزه وکړو، باید مالوم وي. زمونږ موخه باید واحده او ستراتیژیکه وي. په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان مېرمنې له هر څه وړاندې د ځواک همغږي، د یووالي همغږي، د پیغام همغږي او د غږ همغږي ته اړتیا لري. د افغانستان ښځو ډیری مهال په نارینه وو باور کړی دی او زه نه وایم چې مونږ په یوازې ځان کولای شو ټول کارونه ترسره کړو، مونږ د کار د ترسره کولو وس لرو او سیاسي نارینه او نړۍ باید دا ځلي پر مونږ باور وکړي چې د افغانستان ښځې او هغوی چې هره ورځ له بې شمېره ستونزو سره په افغانستان کې ژوند کوي، د تاریخ جوړولو او هر ډول سیاسي بدلون لپاره په لومړي صف کې ودرېږي.

۸صبح: مننه له تاسو.

ورته لیکنې

Back to top button