۸صبح، هرات: د هېواد له لوېدیځ هرات ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې په یوه صنعتي کارخونه کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.
ځايي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه اورلګېدنه نن پنجشنبه د وږي پر لسمه ۱۱:۰۰ بجې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د بېرنج موټرسایکل په شرکت کې شوې ده. د دغې اورلګېدنې لامل د برېښنا شارتي بلل کېږي.
د بېرنج موټرسایکل شرکت مسوولانو ویلي، چې په اورلګېدنه کې دغه شرکت ته ۲۵۰ زره ډالر مالي زیان اوښتی دی.
هرات د هېواد په لوېدیځ کې د لویو صنعتي پارکونو په لرلو سره لسګونه تولیدي کارخونې لري.