بغلان کې د زغر غوړیو د کارخونو مسوولان بهر ته د زغرو له قاچاقه شکایت لري او وايي، چې د یادو غوړیو د قاچاق له امله یې په دغه ولایت کې پېر او پلور کم شوی دی.
بغلان کې د زغر غوړیو د یوې کارخونې مسوول صلاحالدین جبارزاده وویل، چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته له دهنې، د سمنګان دره صوف، د بلخ د اشکمش او شولګرې ولسوالیو د زغر غوړي صادرېږي، خو سږ کال د وچکالۍ او بهر ته د زغر غوړیو د قاچاق له کبله په کورنیو بازارونو کې کم شوي او بیه یې هم لوړه شوې ده. د نوموړي په خبره، بغلان کې د زغر غوړیو د کمښت له کبله، د ټولو شلو کارخونو له ډلې یې پنځلس له فعالیته پاتې دي. هغه زیاته کړه: «سږکال یوازې له دهنې ولسوالۍ څخه بغلان ته د زغر غوړي صادرېږي او د بلخ له ولسوالیو ترلاسه شوي زغر له هېواده بهر قاچاقېږي.»
د پلخمري ښار اوسېدونکی سمیعالله احمدي اته کاله کېږي، چې بغلان کې د زغر غوړیو پر تولید او پلور بوخت دی. نوموړي له هېواده بهر د زغر غوړیو د قاچاق په تړاو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه: «د زغر غوړیو له قاچاق سربېره، بیکاري هم د دې لامل شوې، چې د زغر غوړي ونه پلورل شي؛ ځکه د زغر غوړیو پاتې شونې توکي د کونجاړې په نوم یادېږي او مالداران یې څارویو ته ورکوي. له بده مرغه سږکال د څارویو فارمونه لږ دي او دا مواد هم لږ پلورل کېږي.»
رحمتالله د بغلان ډنډغوري ولسوالۍ کې کروندګر دی. نوموړی خپل د زغر حاصل د خرڅلاو په موخه د بغلان مرکز ته راوړي او وايي، چې د وچکالۍ له کبله یې سږکال د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم وو. هغه وايي، سږکال یې سل منه زغر کرلي وو، چې شاوخوا څلورسوه منه زغر یې ترلاسه کړي دي. رحمتالله دغه حاصل د خپل زحمت او هڅو په پرتله لږ ګڼي.
ورته مهال د بغلان اوسېدونکي د زغر غوړيو د ګټو په تړاو وايي، دا غوړي خالص نباتي غوړي دي، فشار او د وینې غوړ کموي.
د پلخمري ښار اوسېدونکی احمدفواد وايي: «ژمي کې د سړې هوا له کبله د زغر له غوړیو ګټه اخلي. همدارنګه زغر غوړي مایع دي او د دوه منه نورو غوړیو په پرتله یو من زغر غوړي بسنه کوي.»
بغلان کې هټیوال چې د زغر غوړي پلوري وايي، چې د دغو غوړیو د قاچاق له کبله یو من د زغر غوړيو بیه یو زر او ۵۰۰ افغانیو ته رسیدلې ده؛ په داسې حال کې چې د نورو غوړیو بیه یو زر او ۲۰۰ افغانۍ ده. بغلان کې د زغر غوړیو خاوندان ټينګار کوي، چې بهر ته د دغو غوړیو د قاچاق مخنیوی دې وشي.
بغلان، سمنګان او کندز او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې زغر کرل کېږي او په سنتي او صنعتي ډول ترې غوړي ترلاسه کېږي.