۸صبح، غزني: غزني کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مالستان ولسوالۍ کې ورښت او سېلابونو خلکو ته مالي زیان اړولی او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۵ د مالستان ولسوالۍ بغرا، غیغاتو او څو نور کليو کې شدید باران شوی دی.
د ډېر باران ورېدو له کبله سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې د کلیوالو کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي. دغه راز سېلابونو څو کورونه او د اوبو یو بند هم ویجاړ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په ډېرو نورو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.