۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي چې دغو سېلابونو شاوخوا ۶۰۰ څاروي هم له منځه وړي دي.
نوموړي یادونه کړې چې کرنیزو ځمکو ته د زیان ترڅنګ دوه زره او ۶۲۷ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سایق زیاته کړې چې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه زیانمن شویو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درانه بارانونه شوي دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې په هېواد وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.