د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د نوي ځانګړې استازې په توګه د بنګلهدېشې ډيپلوماټې رباب فاطمې ګومارنه، که څه هم ظاهراً د یوناما په مشرتابه کې عادي بدلون ښکاري، خو د دغه بنسټ د کړنلارې په اړه بحثونه راپاروي. د نوې استازې په توګه د یوې ښځې، مسلمانې او سیمهییز تړاو لرونکې اوسېدونکې، ټول داسې پیغامونه لري چې له بېلابېلو زاویو ارزول کېدای شي. ښايي تر ټولو مهمه پوښتنه له رباب فاطمې سره تړاو ونه لري، بلکې د هغه بنسټ په اړه وي چې نوموړې یې د مشرتابه دنده پر غاړه اخلي؛ داسې بنسټ چې هم طالبان ترې ناراضه دي او هم د دې ډلې مخالفان.
لومړی د رباب فاطمې ګومارنه دا انګېرنه پیاوړې کوي چې ګواکې ملګري ملتونه لا هم نه غواړي د افغان ښځو مساله له خپلې اجنډا څنډې ته کړي. هو، په داسې حال کې چې طالبانو په عام ډګر کې د ښځو حضور سخت محدود کړی، یوې ښځې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم ماموریت سپارل، لږ تر لږه له سیمبولیک پلوه دا پیغام لري چې نړیواله ټولنه لا هم ښځې د افغانستان د سیاست نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دغه راز دا تصور هم شته چې طالبان به له یوې ښځینه ډیپلوماټې سره چې د ښځو له حقونو د دفاع اړتیا ورسره شریکوي، په اسانۍ تعامل ونه شي کړای. طالبانو چې کلونه یې هڅه کړې ښځې له عام ډګره وباسي، اوس به مجبوره وي له یوې داسې ښځې سره تعامل وکړي چې د افغانستان اړوند په تر ټولو لوړ نړیوال مقام کې دنده ترسره کوي. له همدې زاویې، د یوې ښځې ګومارنه پر طالبانو یو ډول سیمبولیک فشار او ان ښايي رواني خوابدي هم وي. بله انګېرنه دا ده چې یوه ښځه، د خپلې ژوندۍ تجربې او د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د ډېر حساسیت له امله، ښايي د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه په لا زیاتې ژمنتیا دفاع وکړي او اجازه ورنه کړي چې د ملګرو ملتونو له اجنډا څخه لرې شي.
خو د افغانستان تجربه دا انګېرنه، لږ تر لږه تر یوه بریده له شک سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو پخوانۍ ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا هم ښځه وه، خو د هغې د ماموریت پر مهال نه د افغان ښځو وضعیت ښه شو او نه هم د یوناما کارکړنه. برعکس، یوناما د هغې د ماموریت پر مهال د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د مخالفانو له خوا له طالبانو سره د ډېرې نرمۍ او د دې ډلې د سپینولو په تور تورنه وه. دا تجربه ښيي چې یوازې له دې کبله چې د یوناما مشري ښځه کوي، ستونزه نه شي هوارولی، که څه هم ځانګړې استازې څومره هم د ښځو د حقونو په اړه حساسه وي، بیا هم د ملګرو ملتونو د ماموریت، د ډیپلوماسۍ د محدودیتونو او د افغانستان د سیاسي واقعیتونو په چوکاټ کې عمل کوي. نوموړې نه د فشار وسیلې په واک کې لري او نه هم د امنیت شورا له ارادې او د طالبانو له همکارۍ پرته بنسټیز بدلون رامنځته کولی شي.
د رباب فاطمې مسلماني هم د طالبانو په زیان نه چې ښايي په ګټه یې وي. داسې ښکاري چې ملګرو ملتونو اګاهانه یوه مسلمانه او د سویل نړۍ له هېوادونو ډیپلوماټه غوره کړې ده. ښايي دا ګومارنه پر دې انګېرنې ولاړه وي چې طالبان به له یوې مسلمانې ښځینه ډیپلوماټې سره د لوېدیځې ښځینه ډیپلوماټې پرتله، ځان ډېر هوسا احساس کړي او له کلتوري او دیني پلوه به د ځان او د ځانګړې استازې ترمنځ واټن هم لږ وګڼي. ښايي همدا مسلمانتوب بله پایله هم ولري؛ یعنې یوه مسلمانه ډیپلوماټه، لږ تر لږه له کلتوري پلوه د افغانستان د دودیزې ټولنې د پېچلتیاوو درک ته ډېر چمتووالی ولري او د طالبانو پر وړاندې د تقابلي ادبیاتو له کارولو ډډه وکړي. ان دا احتمال هم شته چې نوموړې پر ښځو د لګېدلو ځینو محدودیتونه نه دا چې سم یې وبولي، بلکې د افغانستان دیني – دودیزو شرایطو په چوکاټ کې یې د درک وړ وبولي او له طالبانو سره پر خبرو او د قناعت ورکولو پر لارو چارو ټينګار وکړي. په بله وینا، هماغه ځانګړنه چې په لومړي نظر د طالبانو پر وړاندې فشار ښکاري، ښايي له دې ډلې سره د تعامل د اسانتیا لپاره پر یوې وسیلې بدل شي.
واقعیت دا دی چې د یوناما په اړه اصلي مساله نه د رباب فاطمې ښځه توب او نه هم د هغې مسلماني ده؛ بلکې د یوناما کارکړنه ده چې په وروستیو کالو کې له جدي پوښتنو سره مخ شوې ده. جالبه دا چې د افغانستان اړوند هېڅ اصلي لوری د یوناما له کړنو خوشحاله نه دی. طالبانو دا بنسټ څو وار تورن کړی چې د افغانستان واقعیتونه هغسې نه منعکسوي څنګه یې چې باید منعکس کړي او د رژیم لاستهراوړنې یې له پامه غورځوي. د طالبانو له انده، یوناما تر ډېره د نیمګړتیاوو او ستونزو پر برجسته کولو پام کړی او د هغه څه په اړه چې دوی یې خپلې «لاستهراوړنې» بولي، متوازن انځور نه دی وړاندې کړی.
بل اړخ ته بیا د بشري او ښځو حقونو فعالانو په ګډون د طالبانو مخالفان هم د یوناما له کړنو ښه خاطره نه لري. دوی یوناما تورنوي چې له طالبانو سره یې تر اړتیا زیاته نرمي ښودلې، له دوی سره یې د ځینو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو په بهیر کې مرسته کړې او د افغانستان د ترخو واقعیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او سیاسي مخالفانو د وضعیت په انعکاس کې یې له معموله ډېر احتیاط کړی دی. دغه وضعیت د پام وړ پارډوکس رامنځته کړی؛ یعنې هغه بنسټ چې طالبان یې د خپل رژیم منتقد بولي، د طالبانو مخالفان یې بیا له دې ډلې سره پر ملاتړ تورنوي. ښايي همدا تناقض د ژور بحران نښه وي چې یوناما ورسره مخ ده.
د یادونې ده چې پر یوناما نیوکې یوازې د بشري حقونو تر برخې محدودې نه دي، بلکې مهمه پوښتنه د دغه بنسټ د سیاسي کارکړنې اړوند ده. یوناما یوازې د راپورونو لیکلو، راپور ورکولو او له بشري حقونو د دفاع لپاره نه ده جوړه شوې. دا بنسټ ماموریت لري چې له هغو بهیرونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د ټولګډوني نظام د جوړېدو لامل ګرځي. خو واقعیت دا دی چې یوناما په تېرو نږدې پنځو کالو کې په سیاسي ډګر کې ان لږ تر لږه پام وړ لاسته راوړنه هم نه ده لرلې؛ په دې مانا چې افغانستان لا هم د سیاسي بندښت په کړۍ کې راګیر دی او هېڅ داسې ماناداره سیاسي بهیر نه دی رامنځته شوی چې د بېلابېلو لورو دریځونه یو بل ته نږدې کړي.
ملګري ملتونه بیا د ډېرو بهرنیو لوبغاړو برعکس، له داسې یوې ښېګڼې برخمن دي چې کم بنسټونه یې لري: بېپرېتوب او د ټولو لپاره. دا سازمان نه د افغانستان ګاونډی دی چې د ځانګړو ګټو د څار تور پرې پورې شي او نه کوم ستر نړیوال ځواک دی چې د کابل تحولاتو ته د نړیوالو سیالیو له زاویې وګوري. همدغه ورته د منځګړي رول لوبولو «بالقوه وړتیا» ورکړې؛ داسې رول چې کولی شي د سیاسي واټنونو په راکمولو او د بېلابېلو افغان لوبغاړو ترمنځ خبرو اترو ته د زمینې په برابرولو کې اغېزمن تمام شي. خو یوناما تر اوسه له خپلې دغې وړتیا سمه ګټه نه ده پورته کړې. برعکس، کمه تر کمه داسې انګېرنه شته چې یوناما په وروستیو کالو کې داسې چلند کړی لکه په افغانستان کې چې یوازې د طالبانو په نوم یو سیاسي لوبغاړی وي او نور لوبغاړي په سیاسي ډګر کې د حضور وړ نه دي. له همدې کبله، د طالبانو ځينې مخالفان یوناما تورنوي چې په عملي ډول یې د طالبانو لهخوا د واک د انحصار په منلو، د نورو سیاسي ځواکونو د سیاسي حذف له معادلې سره مرسته کړې ده. ان که دا تور په رښتیا هم سم نه وي، یوازې د داسې انګېرنې رامنځته کېدل، خپله د یوناما د منځګړیتوب د رول د کمزورۍ څرګندونه کوي.
په ټوله کې بیا اصلي مساله دا نه ده چې یوناما ولې د طالبانو په چلند کې پر تعدیل ونه توانېده؛ بلکې مساله دا ده چې ولې دغه بنسټ په افغانستان کې د یوه ټولګډوني سیاسي بهیر د پیل لپاره ان لږ تر لږه ګام هم نه دی پورته کړی؟ بې له شکه، د رباب فاطمې پر وړاندې لویه ننګونه هم همدا ده: دا چې ایا یوناما به لا هم یوازې د راپور لیکلو او د بشري حقونو په اړه خبرداریو پورې محدوده پاتې شي که به د فعال او باوري منځګړي په توګه خپل رول ترسره کړي. که داسې ونه شي، د یوناما په مشرتابه کې بدلون به که څه هم له سیمبولیک پلوه مهم وي، په عمل کې به د یوې څېرې تر بدلېدو ډېر ارزښت ونه لري او بنسټيزه کارکړنه چې ټاکل شوې د افغانستان، نړیوالې ټولنې، طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو ترمنځ د اړیکو پل وي، لا به هم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ پاتې وي.





