راتلونکی سیاسي نظام او د مفاهیمو د ابهام له منځه وړل

د افغانستان ډیری خلک طالباني نظام نه غواړي، خو په دقیق ډول نه پوهیږي چې څرنګه نظام غواړي. دا چې ولس طالباني نظام نه غواړي په خپله طالبانو ته هم څرګنده ده او له همدې امله له ټاکنو نه وېرېږي او د ولس د ارادې پر بنسټ نظام ته غاړه نږدي. که هغوی ډاډمن وای چې د ټولنې اکثریت برخه یې له نظرونو سره موافقه ده، نو هرومرو به یې ټاکنې چې په نننۍ نړۍ کې یوه عصري او معتبره روده ده، منلې. په داسې حال کې چې اوس له ټاکنو سره د طالبانو کیسه لکه د «پیري او بسم الله» کیسه شوې ده او له نوم سره یې هم حساسیت لري. د سیاسي نظامونو د ډول په تړاو د څرګند درک نشتوالی او په دې برخه کې پراخه ګونګتیا د عامو خلکو لپاره ځانګړې خبره نه ده، خو په وضعیت کې ډېری ښکیل سیاسي فعالان او ډلې هم ، دقیقاً نه پوهېږي چې څه ډول نظام غواړي.
یوه لسیزه وړاندې د عرب پسرلي په لړ کې چې په پایله کې یې د سیمې یو شمیر رژیمونه ړنګ شول او سیاسي ډګر ته د اسلام پالو، لېبرالو، کیڼ اړخو او محافظه کارو ډلو د ننوتلو احتمال رامنځته شو، یوه جدي پوښتنه دا وه چې ایا سیاسي اسلامپالې ډلې « دیني دولت» غواړي؟ په ځواب کې یې د د غو ډلو ډيری د نظر خاوندانو ټینګار کاوه چې دیني حکومت نه غواړي، بلکې په اسلامي مرجعیت سره مدني حکومت غواړي! ولې هغوی د دې له منلو ډډه کوله چې دیني دولت غواړي؟ لامل یې دا و چې دیني حکومت په سیاسي علومو کې یو ځانګړی تعریف لري، دیني دولت هغه نظام دی، چې په سیاسي علومو کې یې تئوکراسی بولي او تعریف یې دا دی: «د حکومتولۍ هغه نظام دی چې مذهبي مشران/ملایان د خدای په نوم پر خلکو حکومت کوي.» دا ډول نظام د بشر په تاریخ کې څو ځلي تکرار شوی او تل یې ناورینونه او غمېزې رامنځته کړي او په دې توګه دا یو له خورا بدنامو سیاسي نظامونو دی چې هیڅوک دا جرأت نه کوي چې په ښکاره توګه یې دفاع وکړي او یایې وغواړي. د یوسف قرضاوي په څیر مشهورو څېرو چې د سیاسي اسلام له مفکرینو وو، او ورسره د اخوان المسلمین په څیر سازمانونو، پر دغه تعریف او د هغه پر تاریخ په پوهېدو سره، ټینګار کاوه، چې دیني حکومت نه غواړي، بلکې یو مدني حکومت چې اسلامي مرجعیت ولري، غواړي. البته، د سیاسي علومو ډیری کارپوهان پوښتي چې د مدني حکومت لپاره د اسلامي د مرجعیت مانا څه ده او ایا دا په ایران کې د نګهبان شورا د استصوابي څارنې په څیر یو څه دي؟ که فرضاً داسې یو نظام جوړ شي، د پېژندل شویو سیاسي نظامونو په کومه کټګورۍ کې به راځي؟
په افغانستان کې ډيری سیاسي فعالان لږترلږه له تیوریک پلوه په مطلق نابالغتوب کې دي او د سیاسي نظام د ډول په برخه کې د شترمرغ د تناقضونو د کیسې په څېر ورته حالت سره مخ دي. نه غواړي چې د افغانستان واکمن نظام دې طالباني/ تئوکراتیک وي او نه هم غواړي چې په رسمي ډول لیبرال/ډیموکراتیک وي. دغه راز، نه د سیکولر او ټولو عقایدو پر وړاندې له بې پرېتوب سره موافق دي او نه هم په دیني چارو کې د دولت لاسوهنې ته د هو سر ښوروي. دغه نظري تناقض او حیرانتیا د عملي ګډوډۍ لامل شوې ده او څرګنده نه ده، چې خلک باید د څه لپاره وجنګېږي او د کوم نظام د جوړېدو لپاره ځان وژلو ته ورکړي. تر څو چې د سیاسي نظام په تړاو اساسي مفاهم روښانه نه شي، موږ به د ځان پر غولولو بوخت یو او دا به په عمومي برخه کې د بلې غولونې لامل شي. د سياسي فعاليتونو برياليتوب او پايلې ورکول تر هر څه ډیر د تناقضونو په لېرې کولو او د ابهامونو په له منځه وړلو او له ځان او نورو سره په ريښتوني چلند پورې اړه لري، څو هم خلک پر خپلې وجیبې وپوهېږي او هم نړۍ یوې پایلې ته ورسېږي او هم د راتلونکو مبارزو لاره روښانه وي.