۸صبح، کابل: د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام په کانګرس کې د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د کلنۍ وینا په غبرګون کې ویلي، چې هغه افغانستان هېر کړی دی.
د امریکا دغه جمهوري غوښتونکي سناتور چهارشنبه د سلواغې پر نولسمه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ولسمشر بایډن ظاهراً افغانستان هېر کړی دی؛ خو کولای شم ډاډ درکړم، چې نړۍ دغه هېواد نه دی هېر کړی.»
لینډسي ګراهام ټینګار کړی، چې د امریکا ملاتړي د جو بایډن له غمیزې راوړونکي شاتګ څخه حیران شوي او «د امریکا ترهګر دښمنان» لا زړور شوي دي.
دغه جمهوري غوښتونکی سناتور د جو بایډن له منتقدانو څخه دی.
د ویلو ده، چې د امریکا ولسمشر سه شنبه ماښام په خپله کلنۍ وینا د دغه هېواد د کانګرس غړو ته وړاندې کړې ده. جو بایډن په خپله وینا کې افغانستان ته هېڅ اشاره نه ده کړې.