د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا د ګرځندویانو د سفر موخې او د ګرځندوی صنعت د فعالیت څرنګوالی بدلوي.
ګوتېرېش یکشنبه د سپټمبر پر ۲۷مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې مصنوعي ځيرکتیا د سفر تجربې او بڼه هم بدلوي.
نوموړي ویلي چې د ګرځندوی صنعت کارکوونکي، ځايي اوسېدونکي او نوي ګرځندوی ځایونه دې د دغه صنعت د راتلونکي په جوړولو کې ونډه ولري.
ګوتېرېش د ګرځندوی لپاره د ډیجیټلي راتلونکي پر جوړولو ټینګار کړی، هغه چې د نوموړي په خبره، پرانیستی، ټولګډونی او بشر محوره وي.





