هدر بار: د طالبانو ژمنې هېڅ ارزښت نه لري

۸صبح، کابل: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشره (هدر بار) وايي، د ښځو پر کار د بندیز د لیرې کولو په اړه، د طالبانو ژمنې نیمګړې او بې‌ګټې دي.

بار، دغه څرګندونې نن دوشنبه (د غبرګولي په ۸مه) پخپله ټویټرپاڼه کې د طالبانو د هغې ژمنې په اړه چې د ناروې د کډوالو شورا مشر (جان اګلند) سره یي کړي، په غبرګون کې کړي.

خو، د ښځو د بشري حقونو د څارنې مشرې، هیله څرګنده کړې، چې طالبان به په دې برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.

هدر بار زیاته کړه، طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو ژمنې کړې، خو نه یوازې دا چې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی، بلکې ښځې ددغې ډلې لخوا د پخوا په پرتله لا نورې هم ځپل شوې دي.

د بشري حقونو د څار دغې چارواکې همداراز ټینګار کړی، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي پړاو کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پورې هم، پر ښځو اوس په شان بندیزونه لګولي وو.

په افغانستان کې د ښځو د کار منع کولو په اړه د طالبانو له پرېکړې څو میاشتې تېرې شوې دي، خو د ناروې د کډوالو د شورا مشر ژان اګلند، پنځه ورځې وړاندې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دغې ډلې ژمنه کړې، چې کار ته د ښځو د راستنېدو په اړه به له سره غور وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button