امام غزالي او وسله واله جګړه؛ ایا آوس د «جهاد» په اړه له سره د فکر کولو وخت نه دی رارسېدلی؟

حجت الاسلام ابو حامد غزالي د مسلمانانو په کلتوري او علمي تاریخ کې یو ډېر مشهور ساینس پوه او له خورا اغېزمنو شخصیتونو څخه دی. هغه یو لوی لیکوال دی چې لیکنې یې ډېری ارزښتمنې دي هغه کتابونه چې ترې پاتې دي له ټولو سره شته. د ده له خوا د هر یو کتاب د ارزښت د ارزونې په اړه ګڼ شمېر څېړونکو او کارپوهانو خپل نظرونه څرګند کړي دي. له هغه وخته چې ابو حامد الغزالي د خپلو اثارو او لیکنو له لارې رجحان جوړونکی شخصیت شوی، طبیعي ده چې بې شمېره ملاتړو او مخالفینو یې له پېړیو راهیسې د هغه د په اړه خبرې کوي او هر یو یې د هغه د لیکنو د ضعف یا قوت ټکې په ګوته کوي.

په اسلامي هېوادونو کې په تېره يوه يا دوو پېړيو کې د نويو بحثونو په رامنځته کېدو سره، د ابو حامد غزالي د يوه مشهور او زړه راښکونکي ليکوال په توګه شننې او نيوکې يو بل ډول مفهوم موندلی او له نويو انګېرنو سره ډګر ته راوتلې دي. په دغو نیوکو کې ځینې د غزالي د افکارو بشپړتیا د پخوانیو او نه ارزښت وړ ښودلو لپاره وړاندیز شوي او ځینې یې د فرقه ایزو او مذهبي انګیزو پراساس دي ترڅو د خلکو په منځ د غزالي لوړ مقام ته ضربه ورسوي او د هغه په ​​اړه د خلکو نظرونه مغشوش کړي.

«احیاء علوم‌الدین» د غزالي تر ټولو مهم او ستر کتاب دی. لکه څنګه چې د کتاب له نوم څخه څرګندیږي، غزالي د دې کتاب په لیکلو سره اراده درلوده لویو موخو ته ورسیږي. غزالي چې په پنځمههجري پېړۍ کې ژوند کاوه، په دې باور و چې دینداري په خطرناک ډول تحريف شوى، په دې برخه کې ديني علم بې ارزښته شوى او پر ځاى يې د ديني علومو ساحه ظاهري علومو تنګ کړې ده. غزالي د «احیاء علوم‌الدین» په نوم د لوی کتاب په لیکلو سره اراده وکړه چې دیني علوم پر خپل ځای کړي او غیر دیني علوم چې فقه هم پکې شامله ده، خپل ځاي کې ځای پر ځای کړي.

په غزالي باندې د معاصرو نقادانو د اعتراض يو لامل د هغه کتاب ته راګرځي. دوی دا پوښتنه مطرح کړې ده چې ولې غزالي په احیاء علم الدین کتاب کې د جهاد یادونه نه ده کړې، کله چې هغه د صلیبیانو په زمانه کې ژوند کاوه او اسلامي نړۍ د اروپايي عیسویانو د یرغل له ګواښ سره مخ وه. په طبيعي توګه دا پوښتنه وروسته له هغې راپورته شوه چې اسلامي نړۍ ته بېلابېلې نظريې را ننوتې او نويو افکارو يې ځاى خپل کړ او مسلمانان يې له استعمار او استبداد سره په مبارزه کې ښکېل کړل. کله چې کیڼ اړخي ایډیالوژۍ – چې په شلمه پېړۍ کې یې په اسلامي هېوادونو کې پر فکري حلقو واکمني کوله او بې شمېره لیکوالان د همدې ایډیالوژۍ پلویان وو او یا یې ورته تمایل درلود – غوښتل یې د اسلام په تاریخ او په هغه کې د نفوذ لرونکو شخصیتونو په اړه خبرې وکړي، نو د حیرانتیا خبره نه وه چې دا ډول پوښتنې راپورته کړې. له هغه وخت راهیسې د بهرني استعمار او کورني استبداد په وړاندې د مبارزې دوري په وخت کې، که خوښه دی وه او کنه  په ذهنونو کې دا ډول پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د امام غزالي ځينې عصري نقادان وايي« په هغه وخت کې چې پیټر راهب خپلې ورځې او شپې د اشتعال انگیزو ویناو او لیکونو په لیکلو کې تیرولې ترڅو اروپایان د اسلامي خاورو اشغال ته وهڅوي، غزالي په خپل یوازیتوب کې ډوب و او د آیتونو په تلاوت بوخت و، خو هغه څه چې دنده یې وه او د جهاد او دعوت خبره يې په ټوليزه توګه هېره کړې وه.» (الاخلاق عند الغزالی، زکی مبارک). دا ډول منتقدین وايي چې له ظالم سره مرسته یوازې په الفاظو او وسلو له ظالم سره مرسته نه ده. کله کله د روان ظلم پر وړاندې چوپتیا هم د ظالم سره د مرستې په څېر وي. دا په داسې حال کې ده چې غزالي په خپلو لیکنو کې د صلیبي جګړو په اړه یوه کلمه هم نه ده یاده کړې، بلکې د اروپا د مسیحیانو په وړاندې یې جهاد ته د مسلمانانو په هڅولو کې هم ونډه نده اخیستی.

دا سمه نه ده چې غزالي په منځنیو پیړیو کې د اشغالګرو اروپایانو د ظلمونو په اړه خبرې ونه کړي ځکه چې هغه له دوی څخه ویره درلوده او د داسې کولو جرات یې نه درلود. په نورو حالاتو کې غزالي په عمل کې ثابته کړې ده چې د هغه څه په ویلو کې یې دخطر سره د مخامخ کېدلو هیڅ احساس نه کولو چې د ده په فکر سم و. غزالي د هغه وخت واکمنانو ته په ښکاره ډول نصیحتونه کول او له هغوی سره یې سختې خبرې کولې او سر بیره پر دې یې په زړورتیا سره د «حشاشین» فرقې په مخ کې ودریدو او د هغوی باطل عقاید یې څرګند کړل، په داسې حال کې چې دغه فرقې په هغه وخت کې د خپلو مخالفینو د وژلو لازم توان درلود، هغوي په ​​هر ځای کې موجود و او غزالي ته یې په اسانۍ سره زیان رسولی شو.

نو دې مسئلې ته دقیق او سم ځواب څه دی؟ دغو ستونزو ته د ځواب ویلو لپاره بېلابېل ځوابونه وړاندې شوي، چې ځینې یې دلته ذکر کوو.

قرضاوي د غزالي په اړه د دی عنوان لاندې یو کتاب ليکلي: «الامام الغزالی بین مادحیه و قادحیه (امام غزالي د خپلو پلويانو او منتقدينو له نظره)». هغه د جهاد په موضوع کې د غزالي بې تفاوته پاتي کېدل حیرانونکې او د پوښتنې وړ بولي. قرضاوي پوښتنه کوي: آيا دلته د فقیه غزالي پر وړاندې صوفي غزالي غالبه کړی ده؟ هغه دا توجیه نه مني چې غزالي په بیت المقدس، انطاکیه او نورو مسلمانو ښارونو باندې د اروپایانو د برید په ترڅ کې یوازېتوب ته لاړ او له دنیا او خپلو کارونو څخه یې په بشپړه توګه لاس واخیست او هغه مهال یې ټول غم د «مهلکاتو» د ځان خلاصون او «منجیاتو» باندې متمرکز و. د قرضاوي په وینا، غزالي وروسته له دې چې له تصوف څخه راوتلی او بیا یې تدریس او لیکل پیل کړي، په دې اړه یې هم نه څه ویلي او نه څه لیکلي. هغه داسې چلند کاوه چې په اصل کې د مسلمانانو او اروپایانو ترمنځ د جګړې په څیر هیڅ شی شتون نلري.

د یوسف قرضاوي لپاره یو څه د توجیه وړ خبره دا ده چې هغه وایې: د غزالي اصلي توجه او تمرکز په دې دوره کې داخلي اصلاحاتو ته وه او هغه یې لومړیتوب ګڼلی و؛ ځکه داخلي فساد د بهرنیو دښمنانو د یرغل اساس دی. غزالي خپلې اصلي هڅې د فرد په اصلاح باندې متمرکزې کړې چې د ټولنې بنسټ جوړوي. د انسان اصلاح هغه وخت منځ ته راځي چې زړه او افکار یې اصلاح شي او په دې توګه یې عمل او اخلاق منظم شي او ټول ژوند یې په نیکۍ سینګار شي. د ټولنیز بدلون بنسټ همدا دی. قرآنکریم هم دغه ټکی ته اشاره کړې ده: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم.

غزالي یو مسلمان صوفي دی او له همدې امله د تصوف منتقدین هغه نه خوښوي او تل د هغه د نیوکې لپاره بهانې لټوي. یو له دغو کسانو څخه عمر فروخ دی چې په خپل کتاب په “اسلام کې تصوف” کې د غزالي صوفي تمایل د جهاد په اړه له لیکلو څخه د ډډه کولو لامل ګڼي او په هغه باندې د نیوکو لامل ګڼي. هغه لیکي: ايا دا د حيرانتيا خبره نه ده چې حجت الاسلام ابو حامد الغزالي په خپلو سترګو د اروپايانو په لاس د بيت المقدس د سقوط شاهد و، دولس کاله یې نور هم په دې دنيا کې ژوند وکړ، خو د دې سترې پیښې په اړه یې هيڅ يادونه و نه کړه؟ که هغه د عراق، فارس او ترکيې له اوسېدونکو غوښتل وای چې په شام کې د خپلو وروڼو مرستې ته ورشي، نو په سلګونو زره به يې د خداى په لاره کې جهاد ته چمتو کړي واى. په دې کار کې د غزالي غفلت د دې لامل شو چې غزالي په هغه وخت کې صوفي شو او په دې باور و چې تصوف د ژوند ترټولو غوره لاره ده.»

دا چې غزالي د تصوف له امله د جهاد موضوع ته پاملرنه نده کړی، دا خبره سمه نده. د مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر داسې کسان شته چې صوفي تمایل یې درلود، خو په جنګونو کې یې برخه اخیستې او له همدې لارې یې افسانې جوړې کړې دي. د اسلام په تاریخ کې ډیری پوځي مشرانو صوفی تمایل درلود او د طریقت له یوې مشهورې سلسلې سره یې تړاو درلود.

په همدې حال کې ماجد الکلاني چې د امام غزالي د فکر او موقف ملاتړی دی، یو فکري نظر شریک کړی. هغه ویلي چې د غزالي له نظره د جهاد تعريف له پیژندل شوي تعريف سره توپير لري. د ده په وینا، غزالي په دې اند و، چې جهاد يو پراخ مفهوم دى، چې بېلابېل ابعاد او مرحلې لري او په وسله واله جګړه پورې محدود نه دي. جهاد د نورو خلکو د ځمکو او جایدادونو د غصب په معنی نه دی. د دې معنی دا ده چې په نیکی امر وکړی او له بدیو منعه وکړی. غزالي وليدل چې د هغه وخت خلک د خپلو نفسي خواهشاتو په کلکه پيروي کوي او جهاد د ځمکې د دفاع په مانا ګڼي او د ښو امر او له بديو د منع کولو ارزښتونه يې په بشپړه توګه هېر کړي دي. جهاد يې له ښوونې او روزنې څخه پيل کړ، بيا يې د تنظيم مساله را پورته کړه او په وروستۍ مرحله کې يې وسله واله جګړه پلان شوې وبلله. هغه په ​​دې باور و، چې له تعلیمي او منظم جهاد مخکې وسله وال جهاد ممکن نه دی. د مجید الکلاني د ادعا له مخې نورالدین زنګي او صلاح الدین ایوبي د غزالي د فکري مکتب له تربیه شویو څخه دي. غزالي خپل ځان د هغه نسل اخلاقي او دیني زده کړو ته ژمن ګڼي چې د کار په وروستي پړاو کې به د خپلو ځمکو له غاصبینو سره جګړې ته ولاړ شي.

جهاد یو د اسلام له تعلیماتو څخه دی، که څه هم د جهاديانو ادعاوو برعکس، دا دومره مهمه نه ده چې دا د اسلام له ارکانو څخه وګڼل شي او د لمانځه او روژې په شان وګڼل شي. په هرصورت، د دې په تعریف، اهدافو او چوکاټ کې، دا ممکنه ده چې په تفصیل سره پرې خبرې وکړو او نوي نظرونه وړاندې کړو. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د جهاد په نوم یې ډېر ښه او بد چلندونه تجربه کړي دي. نو پکار ده چې په دې اړه له مختلفو زاویو خبرې وشي تر څو له دې اسلامي مفکورې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

په دې کې شک نشته چې د جهاد په اړه د افراطيانو تعریف ښې پایلې نه درلودی. لږ تر لږه د رواياتو د قانع کولو لپاره بايد د جهاد په اړه د شيخ رمضان البوطي ليکنې په پام کې ونيول شي او روښانه شي. همدا راز د جهاد لپاره د یوه پراخ مفهوم په پام کې نیولو سره اړینه ده، چې په وسله واله خونړۍ جګړه کې منحصر پاتي نشي. هغه جګړه چې له اخلاقو، پالنې، ښوونې او روزنې او تنظیم سره مله نه وي، بې له دې چې د مسلمانانو په خاوره کې دي تباهۍ، دښمنۍ او کینې بنسټیزي کړي، بله پایله نه لري.

د جهاد د مفکورې د بیا لوستلو پر مهال دا ټکی هم باید هېر نه شي، چې د موریتاني څېړونکي محمد مختار الشنقیطي په وینا، اسلامي سیاسي فقه، چې د جهاد موضوع هم پکې شامله ده، د امپراطورۍ د دورې محصول دی. د ده په اند، د مسلمانانو سیاسي فقه د خپل تشکیل په پیل کې له دوو ځانګړنو سره تړلې وه: یو دا چې دا فقه د امپراتوریو په نړۍ پورې اړه لري، نه زموږ له نړۍ سره چې دولت – ملتونه جوړ شوي دي. دوهم، هغه قانون چې په اسلامي امپراتورۍ کې د تړون اساس و، د ملت جوړونې او د ورورولۍ قانون و چې د ایمان پر بنسټ ولاړ و او له همدې امله د اتباعو ترمنځ د برابرۍ یادونه پکې نه وه شوې.

د اسلامي تاریخ په وړاندې توند او له تعصبه ډک دريځ غوره کول له پخوانیو زمانو د پاتې شوو مفاهیمو د بیا لوستلو او بیا غور کولو ته اجازه نه ورکول، نه یوازې دا چې د نوې نړۍ له ننګونو سره په مقابله کې مرسته نه کوي، بلکې زموږ ستونزې او کړاوونه هم زیاتوي. د پراخ ذهنیت او د لید پراخوالي سره، دا ښايي چې د اسلام ېیر انساني، مهربان او ډیر مطابقت لرونکي آند وړاندې شي. که نه نو په پیچلې عصري نړۍ کې به مسلمان انسان د ډان کویکسوټ په څیر ښکاري چې د افسانې او لرغونو اتلانو کیسې یې اورېدلي او باور یې پري کړی او اوس غواړي هغه افسانې بیا ژوندۍ کړي او د لرګیو تورې سره د بادونو د ژرندو جنګ ته لاړ شي او په پای کې یې ځان او د هغه شاوخوا ته ذلت راوړي.

ورته لیکنې

Back to top button