۸صبح، کابل: برېښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستانه د برېښنا د لېږد بهیر یې د یوه راتلونکي کال لپاره غځولی دی.
د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د مرغومي په لسمه خپره شوې، راغلي دغه تړون د دې شرکت د عمومي اجرايي رییس محمد امین او د ازبکستان د برېښنا د ملي شرکت د رییس داداجان ایساکولوف ترمنځ په دغه هېواد کې لاسلیک شوی دی.
ددې موافقې له مخې، چې د دواړو لوریو ترمنځ له درې ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوه، ازبکستان د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغانستان ته برېښنا ورکوي.
په دغه تړون کې د برېښنا کچه په یوه کال کې د کابو سل میلیون ډالرو په بیه دوه میلیارد کیلوواټ ساعته برېښنا یاده شوې ده.
سربېره پر دې، د برېښنا شرکت پلاوي دغه هېواد ته په سفر کې د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا پروژې په هکله چې تېر کال لاسلیک شوې وه، هم خبرې اترې کړې دي.
دا تړون په داسې حال کې د سل میلیون ډالرو په ارزښت د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شوی چې له تاجکستان، ازبکستان او ایرانه د برېښنا له واردولو سره سره تراوسه د هېواد د پلازمیني د برېښنا ستونزه نه ده اواره شوې.
له بلې خوا هېوادوال په دې باور دي، هغه لګښتونه چې د برېښنا پر واردولو لګول کېږي، که د برېښنا د بندونو او کورني تولید د ظرفیت په لوړولو ولګول شي، هېواد په اوږده مهال کې د برېښنا د تولید په برخه کې په ځان بسیا کېدای شي.