۸صبح، کابل: یو شمېر ښځو د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره په کابل ښار کې لاریون وکړ.
اعتراض کوونکو ښځو د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په ۳مه له غرمې مخکې د کابل په مرکز کې د شاه دو شمشېره زیارت مخې ته لاریون پیل کړ.
لاریون کوونکو ښځو د “ښځې، ژوند، پیوستون”، “له ښځو پرته هېڅ ټولنه نېکمرغۍ ته نه رسېږي” او “موږ به تر پایه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوو” شعارونه ورکول.
همدارنګه لاريونوالو پدې شعار سره چې « راپورته شئ راپورته شئ » له نورو ښځو غوښتنه کوله چې په لاریون کې ورسره برخه واخلي.
په کابل کې د ظريفې يعقوبي او د ښځو د حقونو د يو شمېر نورو فعالانو له نيول کېدو وروسته دا په دغه ښار کې د ښځو له خوا لومړى لاريون دى.
طالبانو تر دې مخکې هم په کابل کې د ښځو لاريونونه په تاوتریخوالی سره ځپلی دي.