۸صبح، کابل: ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، ځينو هېوادوالو کابل او هرات کې د ایران سیاسي استازولیو دروازو مخته لاریون وکړ.
لاریونوالو د ایران بیرغ په سوځولو او په ډبرو یې هرات کې د ایران کونسلګرۍ وویشته او خپله غوسه یې ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي له کبله وړاندې کړه.
خو نن چهارشنبه د وري پر ۲۴ ځينو نورو کسانو کابل کې د ایران سفارت مخته راټول شوي او د لاریونوالو دا چاره یې غندلې ده.
دغو کسانو له افغان او ایراني ملتونو غوښتي، چې د دوښمنانو د تفرقې پر وړاندې هوښیار ووسي.
هغوی د یو پرېکړهلیک په خپرولو ویلي: «که پرون ځينو مغرضو کسانو هرات کې د ایران کونسلګرۍ پر ډبرو وویشته؛ موږ نن د افغانانو په استازولۍ کابل کې د ایران سفارت دروازه د ورورولۍ او دوستۍ په نښه په ګلانو ولو.»
ایران کې له افغانانو سره د زورزیاتي په تړاو له غبرګونونو وروسته ایراني چارواکو هغه توطیه بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانانو له لاریونونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې خپلې کونسلۍ چارې تر بلې خبرتیا ځندولې دي.
له بلې خوا ایران کې ځينې افغان کډوال مني، چې د ایراني پولیسو او زیات شمېر ایرانیانو چلن له هغوی سره دوه ګونی دی او اوسمهال ډېری کډوال نه شي کولای له کوره بهر ووځي.
د کډوالو په خبره، د ایران ځينو برخو کې افغان کارګرو د کارونو خاوندان له بهره ډوډۍ راوړي، تر څو د ایراني پولیسو لاس ته ونه لوېږي.