د نوي حکومت له رامنځته کېدو څلور میاشتې تېرېږي، خو د نورو دولتي کارکوونکو ترڅنګ ښوونکو ته هم معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ښوونکو څو ځله د طالبانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې د دوی معاشونه ورکړي خو تراوسه یې دا غوښتنه نه ده منل شوې.
په دې لړ کې د کندهار ښوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې کاربندیز کړی او ښوونځیو ته د تدریس لپاره نه ورځي چې زده کوونکې هم له زده کړو بې برخې شوي دي.
که څه هم زده کوونکې ښوونځيو ته ځي خو له زده کړو بې برخې دي ځکه ښوونکي خپلو دندو ته نه حاضرېږي، ډېری ښوونکو اوس په ښار کې نور کارونه پیل کړي. دوی غواړي په شخصي کارونو سره د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي خو زیات شمېر دغه ښوونکې په کورونو کې ناست دي.
په دغه ولایت کې یو شمېر زده کوونکي شکایت کوي، که څه هم ښوونځیو ته ورځي خو استادان دندو ته نه حاضرېږي له دې امله نه درسونه لري او نه هم حاضري.
اجمل له دغو زده کوونکو څخه دی او له چارواکو غواړي چې ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي ترڅو خپلو دندو ته حاضر او د دوی درسونه نیمګړي پاتې نه شي.
اجمل وايي داسې ښوونکي پېژني چې د معاش څو برابره پوروړي دي او پر لاره یې لیدلي چې هټي وال خپل پورونه ترې غواړي خو ښوونکي چې پیسې نه لري د ورکولو ژمنه ورسره کوي.
حیات الله یو بل زده کوونکی دی او وايي چې له څلورو ورځو راهیسې ښوونکي ښوونځیو ته نه ورځي او درسونه او حاضري هم نشته.
نوموړی وايي چې کورنۍ یې په دې تمه ښوونځي ته استوي چې زده کړه وکړي خو دوی ټوله ورځ په لوبو تېروي.
دا چي تر څه وخته به ښوونکي خپل کاربندیز ته دوام ورکړي په دې اړه مو د ښوونکو ټولنې له یوه غړي عبدالمالک عزیزي سره خبرې وکړې،
نوموړی وايي چې لا د اعتصاب لومړۍ ورځې دي او ځینو ښوونکو کاریګري پيل کړې او ځینو بیا پر کراچیو د توکو پلورلو ته مخه کړې ترڅو د کورنیو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
هغه وايي ددغه کار بندیز په پيل کې پرېکړه شوې وه چې ښوونکي به ښوونځیو ته حاضرېږي خو ترهغه چې د اوسني حکومت له خوا معاشونه نه وي ورکړل شوي تدریس به نه کوي.
عبدالمالک عزیزي د ښوونکو د مجبوریتونو یادونه کوي او وایي: «موږ په لېسو کې د تدریس بهیر داسې تنظیم کړی چې د لوړو ټولګیو زده کوونکي ټیټو ټولګیو ته استوو چې تدریس وکړي خو د لوړو ټولګیو لپاره بدیل نه لرو، ددې ستونزې زیان ښوونکو، زده کوونکو او عام ولس ته رسېږي. په دغه راز شرایطو کې نور استادان په لوږه او تش جېب تدریس نه شي کولای ځکه تدریس ذهني آرامۍ او سکون ته اړتیا لري او اوس ښوونکي له سختو اقتصادي او روحي ستونزو سره مخ دي.»
هڅه مو وکړه په دې اړه د کندهار د پوهني ریاست د مسوولینو نظر هم ترلاسه کړو خو له پراخو هڅو سره سره په دې کار بریالي نه شوو.
په دې لړ کې ځینو ځوانانو له ښوونکو سره د مالي مرستو بهیر پيل کړی دی .
په کندهار کې د ځوانانو د دغې ډلې ښځینه مشره آریا رحمت د ښوونکو د ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې له ځینو شتمنو وګړو یې مرستې راټولې کړې او ښوونکو ته یې سپارلې دي.
نوموړې وايي چې هر اړمن ښوونکي ته یې درې زره افغانۍ ورکړې دي. هغه زیاتوي دا مرستې بسنه نه کوي او دولت او نور شتمن وګړي باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
له بلې خوا، ددغه ولایت ښوونکي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي د دغو ځوانانو په مالي ملاتړه خوښي څرګندوي.
دغه ښوونکي د ځوانانو له دې مرستې د خوښۍ په څرګندولو سره د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې زرترزره د ښوونکو معاشونه ورکړي ترڅو دوی په ډاډه زړه خپلو دندو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یونیسف نړیوال بنسټ د ښوونکو د معاشونو د ورکولو ژمنه کړې، خو تراوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې او ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.