ننګرهار کې د شاتو تولید د زیاتوالي په موخه د بېرو جوړ شوي مصنوعي ځنګلونه حاصل ته رسېدلي

ننګرهار کې د کانال ریاست له پاره د طالبانو مسوولینو ویلي، ددغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د بېرو جوړ شوي مصنوعي بڼونو ځنګلونه تازه حاصل ته رسېدلي دي.
د نوموړې ادارې مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل وایي، د دغو بڼونو په جوړېدو سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
غریبمل زیاتوي؛ د بېرو ددغو مصنوعي ځنګلونو حاصل به ډېر ژر بازار ته وړاندې او سږ کال به ننګرهار کې د شاتو په حاصلاتو کې هم بې ساری زیاتوالی راشي.
د نوموړي په خبره؛ یاد باغونه او ځنګلونه د جمهوريت پرمهال په ١٣٩٨ کال کې جوړ شوي چې شاوخوا ٢١ زره ونې په حاصل راغلې دي.
غریبمل وویل:« په ١٣٩٨ کال کې د پخواني حکومت پرمهال د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د بېرو مصنوعي ځنګلونه او باغونه جوړ شول؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په ننګرهار کې د شاتو حاصلات هم زیات شي، په دغو باغونو کې لسګونه نیالګي کېنول شوي، چې شاوخوا ٢١ زره یې حاصل ته رسېدلي، د بېرو ځنګلونو حاصل رسېدو سره سم به سږ کال د شاتو په حاصل کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.»
د طالبانو تر واک لاندې د کانال ادارې مسوولین دغه راز وایي، د بېرو د باغونو او ځنګلونو د عوایدو اټکل نه دی شوی؛ خو وایي تر سلګونه زره افغانیو عواید به یې په لاس ورشي.
سید همایون غریبمل زیاتوي؛ د شاتو مچیو یو شمېر روزونکو د کانال ادارې بېرو مصنوعي ځنګلونو ته خپلې مچۍ راوړي چې په راتلونکي کې به دغه ځنګلونه د شاتو مچیو روزونکو ته په قرارداد ورکړل شي.
سید همایون غریبمل وړاندې وایي:« د کانال ریاست له لوري چې د بېرو کوم باغونه او ځنګلونه جوړ شوي تر اوسه یې اټکل نه دی شوی چې څومره عواید به په لاس ورشي؛ خو په لکونو افغانۍ عواید به ترې لاسته راشي، د شاتو مچیو بعضې روزونکو سر له اوسه خپلې مچۍ دلته راوړي؛ ترڅو یې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راشي؛ خو زمونږ پلان دا دی چې راتلونکي کال ته به دغه باغونه د شاتو مچیو روزونکو ته په قرار داد ورکوو.»
بل لور ته ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکي وایي، د بېرو د ځنګلونو او باغونو د نشتوالي له امله دوی هر کال اړ دي، چې مچۍ په ډېرې سختۍ او له پېچلې قانوني پروسې وروسته پاکستان ته ولېږدوي او هلته په لوړ لګښت شات توليد کړي.
ننګرهار کې د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو اتحاديې مشر رياض احمد رودوال وایي، د بېرو باغونو او ځنګلونو نه شتون د شاتو د توليد او مچيو روزنې پر وړاندې لوی خنډ دی او د کانال ادارې له لوري د بېرې د باغونو جوړېدل ګټور بولي.
دی زیاتوي؛ د بېرو باغونو او ځنګلونو د کموالي له امله ګڼ شمېر فارم لرونکي خپلې مچۍ پاکستان او د خیبر پښتونخوا یو شمېر سیمو ته لېږدوي، له دې سره د شاتو نرخونه څو برابره لوړېږي او نیمه ګټه یې ګاونډي هېواد پاکستان ته رسېږي.
ریاض احمد رودوال ٨ صبح ورځپاڼې ته دغه راز وویل:« د کانال ریاست له خوا د بېرو ځنګلونو او باغونو جوړول نېک اقدام دی، له دې سره به د شاتو په زیاتوالي او نرخونو کموالي کې مهم رول ولوبوي، فارم لرونکي په ننګرهار کې د بېرو باغونو او ځنګلونو کموالي له وجې هر کال خپلې مچۍ پاکستان ته وړي؛ ترڅو ښه شات تولید کړي؛ خو ددې نیمه ګټه پاکستان ته رسېږي.»
د شاتو مچیو روزونکي همدا راز له کانال ادارې غوښتنه کوي چې ننګرهار کې دې د شاتو تولید زیاتوالي په موخه د بېرو مصنوعي ځنګلونه او باغونه لا زیات کړي.
د ننګرهار د شاتو مچیو روزونکو اتحادیې مشر ریاض احمد رودوال زياتوي، سږ کال په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزونکو له فارمونو ۵۵۰ ټنه شات توليد شوي، ١٦٥ میلیونه افغانۍ عواید یې په لاس ورغلي چې د تېر کال په پرتله شل میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی.
رودوال زیاتوي: «د ننګرهار کانال ریاست باید د بېرو نور ځنګلونه هم جوړ کړي؛ ترڅو موږ ته سهولت برابر شي او پاکستان ته له تګه بېغمه شوو؛ ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنې لسګونه فارمونه دي چې سږ کال یې ٥٥٠ ټنه شات او میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.»
د شاتو مچیو روزونکي وایي، د ننګرهار شات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي او ګرم بازار لري؛ خو وایي تر اوسه یې نړۍ وال بازار ته لار نه ده موندلې.
دوی وایي، که لاسنیوی یې وشي په نړۍ وال بازار کې به هم د ننګرهار شاتو ته ښه ځای پیدا کړي.
د شاتو مچیو روزنې اتحادیې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو روزنې شپږ سوه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي چې هر کال سلګونه ټنه شات تولیدوي.