د بریتانیا د مالیې پخوانی وزیر ریشي سوناک د محافظه کارانو ګوند د مشری او د بریتانیا د صدراعظمۍ لپاره د رای ګیرۍ په دویم پړاو کې تر ټولو زیاتې رایې لاسته راوړې.
رویټرز پنجشنبه د جولای پر ۱۴ راپور ورکړی، چې سوناک په ۱۰۱ رایو تر ټولو مخکې شو او له هغه وروسته د سوداګرۍ وزیر پني موردانت په ۸۳ رایو دویم او د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس په ۶۴ رایو درېیم مقام ترلاسه کړی دی. لوی څارنوال سویلا براورمن په ۲۷ رایو بل پړاو ته لار پیدا نه کړه.
د جانسن د دولت د مالیې پخوانی وزیر د هغه د دولت لومړی لوړپوړی چارواکی و چې پر اخلاقي رسوایۍ د یوه تورن چارواکي د مقام له لوړولو وروسته خپله استعفا اعلان کړه.
انګلیس کې د لومړي وزیر له استعفا وروسته د واکمن ګوند غړي په څو پړاوونو کې رای ګیري کوي.
د لومړي وزارت لپاره د نوماندانو ترمنځ له رای ګیرۍ وروسته یو تن د ګوند د مشر او د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي. په دې لړ کې مخکینی لومړی وزیر به د بل کس تر ټاکلو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.