د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په زدهکړو کې د جنسیت برابري باید د ښځو د حقونو په تایید او د رواجونو په ماتولو سره وده ومومي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي دا خبره سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۱ د علم په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې ده.
ګوټریش وویل: «پر زدهکړو سمبالې ښځې او نجونې به د هر چا لپاره ښه راتلونکی رامنځته کړي. موږ باید د علم په برخه کې د دودونو په ماتولو سره د علم په ډګر کې د جنسیت مساوات ته وده ورکړو.»
نن د فبرورۍ یوولسمه د ښځو او نجونو د زدهکړو نړیواله ورځ ده او دا په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان نجونې ښوونځیو او بیا پوهنتونونو ته له تللو منع شوې دي.