اتم د مارچ، په نړۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په نامه یاديږي، دا ورځ په ۱۸۵۷ زېږديز کال کې هغه مهال پیل شوه، چې د امريکې متحده ایالتونو د نیویارک ښار د نساجي فابريکې اړوند کارکوونکو ښځو، د خپلو انساني حقوقو او انساني کرامت ترلاسه کولو لپاره، په دې کال کې ډير پراخ لاريونونه پیل کړل او غټ شور يې جوړ کړ، ځکه چې ددې فابريکې ښځينه کارکوونکو به کار کاوه؛ خو د کار اجوره به يې نه ورکول کېده.
دغو کاریګرو تل کار کاوه، هيڅ ډول ټاکلې رخصتي يې نلرله، کاري ساعتونه به یې معلوم نه وو! له همدې امله دغو ستړیو ښځو، خپل غږ پورته کولو او پاڅون کولو ته مجبورې شوې!
له هغې را وروسته په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې، د نيويارک ښار د اوبدلو فابريکې اړوند ښځينه کارکوونکو د خپلو حقوقو ترلاسه کولو او ښځو پر وړاندې د موجوده ظلم او بېعدالتۍ پر خلاف غږ پورته کړ، چې د حق غوښتنې دې مبارزو په لړ کې يې لويې قربانۍ هم ورکړې. ان تر دې چې د فابريکو د مالکانو لخوا تر(۱۰۰) تنو څخه زیاتې مبارزې ښځې وسوځول شوې؛ خو له دې ظلمونو سره سره بیا هم د ښځو غږ خاموشه نشو او د مبارزې رنگ يې لا تازه کړ.
په ۱۹۱۰ زيږديز کال، د شاوخوا ۱۷ هېوادونو گڼ شمېر فعالې او مبارزې ښځې، په ډنمارک هېواد کې راټولې شوې او د ټولې نړۍ د ښځو اړوند انساني حقوقو د ساتنې په موخه يې خپل پريکړه ليک صادر کړ، چې بیا په ۱۹۱۱ زېږدیز کال د امریکې په متحده ایالتونو کې يې د ميليونو انسانانو په گډون سره د مارچ میاشتې ۸مه نېټه، د ښځو نړيوالې ورځې په توگه ولمانځله، ځکه چې دا ورځ د ښځو د انساني حقونو لکه، د رايې ورکولو حق، په سمه توگه د کار د اجورې ترلاسه کولو حق، ټاکنو کې د برخې اخيستنې حق، د ناروغۍ په وخت د امتیاز لرونکۍ رخصتۍ حق او داسې نوروړ حقونو ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې ورځ وه.
ددې ټولو ستونزو او کړاوونو تر زغملو او تېرولو وروسته په ۱۹۷۵ زېږديز کال کې نړۍ دا ومنله، چې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځ په توګه په رسمیت وپېژني او د امريکې متحده ايالتونو د نیویارک ښار اړوند د نساجي فابریکې پېښه تل په یاد ولري.
که څه هم په افغانستان کې د افغانستان اصیل افغاني فرهنگ له مخې تر ډېره د ښځو نړيوالې ورځې څخه مخکې هم ښځو ځانگړی قدر او احترام لرلی او له نېکه مرغه اوس يې هم د پوه او باشعوره افغانانو په منځ کې ښه قدر لري؛ خو له بدهمرغه چې د ناسم ټولنيز وضعیت او دغه راز د بې وخته او ژر بدلېدونکو حالاتو له امله افغانستان کې د نورور انسانانو په څېر ښځې هم وخت ناوخت تر ټولو سختو او غيرانساني شرايطو سره مخ شوي، چې فلحال يې یو ځل بیا تر ټولو سخت حالت تجربه کوي او د ريښتينی مبارزې سمبول گرځېدلي.
د افغاني ښځو مبارزه یوازې د نفقې لپاره نه؛ بلکې د انساني ژوند لپاره ده، د ښځو د هویت لپاره ده، د هغو وحشتونو ختمېدو لپاره ده چې د انساني کرامت له منځه تلو لامليږي، له بدهمرغه د افغان وطن ښځې نن د تاريخ هغه تورې ورځې شپې تجربه کوي، چې د نړۍ په هیڅ برخه کې هم ښځې هغه نه دي تجربه کړي، له هر ډول ټولنيزو او انساني حقونو څخه محرومې شوي؛ خو ټوله نړۍ يې یوازې گوري، نه يې څوک د حق غوښتنې آواز اوري او نه يې څوک دا آواز ورسره اوچتوي.
سره له دې چې د نړۍ بېلابېلو برخو کې دا ورځ لمانځل کیږي؛ خو د افغانستان د هغو ښځو آواز به کله څوک پورته کړي، چې افغانستان کې د نا اهله جاهلانو په وسیله سنگساريږي، د وجود غړي يې پرې کيږي، په دار ځړول کيږي، پلورل کيږي، په بدو کې ورکول کيږي، له ټولو انساني حقونو يې محرومې شوي، د علم او پوهې مرکزونه، پوهنتونونه او ښوونځي یې پر مخ تړل شوي او… مهمه دا ده، چې که نړۍ کې عدالت وي نو کله به د دې وطن دا ځوريدلي او خاموشه شوي قشر غږ اوريدل کېږي؟ د حق غوښتنې مبارزه به يې کله منل کېږي؟ کله به رښتیا هم د بشر په توگه منل کيږي او د لا زیاتو قرباني کېدو مخه به يې نیول کيږي؟
ښکاره خبره ده، ترڅو چې په ريښتينې توگه د افغاني ټولنې هر وگړی له خپلو ټولو انساني حقوقو څخه خبر او ترلاسه کولو لپاره يې راپورته نشي، ټولنه کې انساني کرامت ته احترام او د هر انسان د فکر، ژوند، مال او عاطفې آزادۍ منل او ورته احترام کول دود نشي، تر هغې به يې نه نړيوال غږ اوري، نه به نړۍ سره د سیال کېدو مسیر پیدا کولای شي، نه به يې تمدن او فرهنگ غوړېږي، نه به هم په ريښتينې توگه خپل دین، عقایدو او باورونو ته ژمن کېدای شي.
دا هرڅه په تعلیم زدهکولو او عامولو کېدای شي، له همدې امله سره له دې چې افغاني ټولنه مو له سلهاوو کلونو راپدېخوا مسلمانه ده، خو لا هم وگړي يې د اسلام تر ټولو لومړي بحث ته ژمن او باوري پاتې شوي نه دي او ټولنه کې لا هم ښځې د«اقرأ» او ليک لوست څخه محرومې دي.
دا چې دومره موجوده بېعدالتیو، يوازېتوب او تیارو سره بیا هم د افغاني ټولنې زیات شمېر ښځې تل ځليږي، هره یوه يې د دې وطن ريښتينې ملاله ده، ښکاره ده، چې مبارزې به يې رنگ راوړي، واکمنه شوې تیاره به پخپلې غوړېدلې اګاهۍ او شعور سره رڼا کوي او د ټولې نړۍ لپاره به د ريښتينو مبارزو او قوي ارادو الگو او مثال گرځي.
زموږ د ټولنې پیاوړو او تعليم يافته ښځو په ژوند، بریاوو او مبارزو دې برکت وي!
د افغانستان بې مثاله ډيوې او اصلي وارثین همدوی دي!