[box type=”note” align=”aligncenter” class=”” width=””]ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ او نورو ډېرو اړوندو مناسبتونو کې د افغانو ښځو د ډېرو ستونزو په اړه بحث شوی، خو یو اړخ یې چې له پامه غورځول شوی، د طالبانو د ښځو له کړاوه ډک او دوزخي ژوند دی. دلته د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د یوه ځانمرګي بریدګر د ښځې کیسه شریکوو، څو خبر شئ، چې یوازې د نورو خلکو ښځې، د طالبانو د ظلم او استبداد قربانیانې نه دي؛ بلکې د دوی د افراطي افکارو او غیر انساني چلند اوله درجه قربانیانې، د دوی د خپلو کورونو ښځې دي.[/box]
طالب ځانمرګي سره ژوند!
۲۵ کلنه حلیمه( مستعار نوم) د کابل د یوه ګاونډي ولایت اصلي اوسیدونکې ده، خو په کابل کې لویه شوې او تر دولسم ټولګي یې زده کړې کړي دي.
هغه شاوخوا ۵ کاله مخکې، د ۷ سوه زره افغانیو ولور په بدل کې، د کورنۍ له لوري یوه لیرې کلیوال سره یې نامزاد کړل شوه. نامزاد یې د خیښۍ پر وخت نه و لیدلی، خو پخوا یې لیدلی و او خبره وه، چې د انجینرۍ پوهنځي محصل دی.
حلیمه خوشاله وه، چې یوه لوستي ته ودیږي او هیله یې لرله، چې د ژوند ملګری به یې پوهنتون هم پرې ووایي او د ښې راتلونکې ټولو هیلو ته به ورسیږي.
هغه یې له کوژدې څو میاشتې وروسته واده او خپل پلرني کلي ته بوتله. کلي ته له تلو وروسته، د حلیمې د ډېرو خوبونو ډله ییزه جنازه یو ځای ووته. هلته یې ولیدل، چې د ژوند ملګری یې طالب دی، هغه هم د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو په یوه خطرناکه ډله کې غړیتوب لري او هره ورځ یې د وژل کیدو امکان شته.
حلیمې طمعه لرله، چې د واده په لومړي شپه به یې د ژوند ملګری، د خپل ژوند له کارنامو، پروګرامونو او لاسته راوړنو خبروي، خو ټولې طمعې یې برعکس شوې. مېړه یې په خونه کې ایښي د ځانمرګي برید څو واسکټونه، څو خطرناکې وسلې او د جنګي زده کړو عکسونه او ویډیوګانې ور وښودې. همدا شان یې خپل اصول ورته بیان کړل. سینګار کارول یې پرې منع کړل، د جامو بڼه یې ورته بیان کړه، د هغې په کړو زده کړو یې اعتراض وکړ او ویې ویل، چې نور باید دیني زده کړې او د قرآنکریم حفظ وکړي، له دنیا څخه زړه ونغاړي، دې او ډلې ته یې د جګړې د ګټلو دعاګانې وکړي او له هر ډول انساني خواهشاتو څخه زړه وشکوي.
د حلیمې د ژوند ملګری له واده وروسته ایله څو شپې ورسره و، نور پاکستان ته لاړ، هلته یې خپل فعالیتونه او د هغه په خبره خپل« جهاد» کاوه. په کال کې یو ځل، هغه هم څو شپې کور ته راته، نور یې کوم حال احوال نه معلومیده.
حلیمه په نوي کور کې چې یوه وېرونکې لویه کلا وه، په یوه کوټه کې یوازې لکه بندیوانه اوسیده. په دغه کلا کې یې خسر او خواښې هم ول، خسرګنۍ یې بل کوم څوک نه لرل. هغې د ورځې د کلا په پراخ انګړ کې واښه کرل و ریبل. ځینې سبزیجات یې کرل او هم یې د څو غواګانو ساتنه او پالنه کوله.
د خسرګنۍ اقتصادي حالت یې بد نه و، خو قیودات او تیاره راتلونکی ورته له اندیښنو ډک و. په کور کې د تلویزیون، رادیو یا بلې ارتباطي او رسنیزې وسیلې د استعمال اجازه نه وه. د چم ګاونډ خلکو سره راشه- درشه هم منع وه. حلیمې ته د ژوند ملګري ویلي و، چې له اجازې پرته یې له کوره نه شي وتلای، ان پلار کره نه شي تلای.
د هغې مور و پلار هر څو میاشتې وروسته د څو ورځو لپاره، د لور د لیدو لپاره کلي ته راتلل، خو نجلۍ یې ځان سره نه شوه وړلای.
د حلیمې له واده شاوخوا یو کال وروسته د هغې یوه لور وشوه، چې هم ورته له خوښۍ او هم له عذابه ډکه پېښه وه.
حلیمه له یوه لوري په دې خوشاله وه، چې د لور له زیږیدو سره، له یوازیتوبه خلاصیږي او ورسره به خوشاله وي، خو د لور راتلونکي ته یې هم اندیښنه وي.
د حلیمې له واده وروسته، هغې په کور کې د هغو کتابونو لوست پيل کړ، چې مېړه له پاکستانه ورته راوړي او مطالعه یې پرې جبري کړې وه. هغې سره له دې، چې پر دغو کتابونو باور نه درلود او د اسلامي زده کړو په نوم یې ګمراه کوونکي بلل، خو له مجبوریته یې لوستل، څو مېړه ته د اوامرو د عملي کیدو ډاډ ورکړي.
حلیمه له واده او هماغه یوه لور له زیږولو وروسته، بیا ډېر لږ پېښ شوي، چې له ځانمرګي مېړه سره هم بستره شوې وي. هغه د ژوند د ملګري له جنسي کمزورۍ شکایت لري او وایي نه پوهیږي، چې طالبانو یې مېړه ته څه ورکړي، چې د ژوند، کورنۍ، مېرمنې او کوروالۍ شوق او مینه یې ورڅخه اخیستې ده.
هغه د طالبانو له واکمنیدو وروسته اوس لا په ډېرو کړاوونو کې ژوند کوي. مخکې به یې مېړه په کال کې یو ځل کور ته راته، نور یې د لیدو له عذابه خلاصه وه، خو اوس هره اونۍ له کابله یو ځل کور ته راځي، په منظم ډول د دې او کوچنۍ لور له کړنو څارنه کوي، تشدد ورسره کوي او ډله- ډله مېلمانه ورسره کور ته را روان وي.
حلیمه ویریږي، چې کومه ورځ یې د مېړه ځانمرګی واسکټ په کور کې، خاصتاً پر لور ونه چوي او د ژوند دا یوازینۍ توښه ترې وانخلي.