د طالبانو د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د دې ډلې اداري کمېسيون، د خپل رژيم د امنيتي ارګانونو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي په اړه غونډه کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ څخه په يوه لنډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې تړاو«لازم تصميمونه ونيول شول.»
سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو ياده غونډه په داسې مهال شوې، چې له څه مودې راهيسې د دوی د مشرانو ترمنځ د خپلمنځیو اختلافونو د زياتيدو خبرونه ورکړل شوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني څو ورځې مخکې په خوست کې د يوې وينا پر مهال د طالبانو عمومي مشر ملا هبتالله اخوندزاده ته په کنايوي اشارې، نوموړی د واک په انحصار او پر نورو د خپلې خوښې د تحمیلولو تور پورې کړ.
حقاني د خپلو نيوکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په وروستيو کې ځینې راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبتالله اخوندزاده د طالبانو دننه، د خپلې ډلې د پیاوړي کولو او قدرت د انحصار په موخه د نورو اقداماتو تر څنګ، د خپلو امنيتي ادارو ترمنځ د خپل نږدې کس مولوي صدر ابراهيم په مشرۍ د امنيتي همغږۍ کميسيون جوړ کړی.
صدر ابراهيم، چې په عین حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال دی، نوموړی د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو او استخباراتو لوی رییس په سلب صلاحیت تورن شوی.
د راپورونو له مخې، نوموړي د طالبانو په امنيتي برخه کې د تصفيې په نوم خپل نږدې کسان پر مهمو دندو ګومارلي دي.
د طالبانو وياندويانو په ځلونو د دوی د مشرانو خپلمنځي اختلافات رد کړي، خو د ملا حنفي په مشرۍ ېې له وروستۍ غونډې ښکاري، چې په وروستيو ناندريو کې ېې د امنيتي ادارو وظيفوي تداخل ونډه لري.
د طالبانو وياندويانو د وظيفوي تداخل د مخنيوي په اړه د دوی د اداري کمیسیون پریکړې هم نه دي په ډاګه کړي.