۸صبح، کابل: سرچینې وايي، چې چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ ایراني پولیسو سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده راشړلي دي.
د سرچینو په وینا، د ایران د کورنیو چارو وزارت له افغان کډوالو غوښتي و، چې د استوګنې کارتونو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي؛ کله چې زیات شمېر افغان کډوال د کارتونو د اخیستو لپاره ورغلي وو، ایراني پولیسو دوی د کارتونو د وېش له لیکو ایستلي او افغانستان ته یې رالېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا په پرله پسې توګه له افغان کډوالو غوښتل کېږي، چې د ثبت او راجستر کولو لپاره دغه بنسټ ته ورشي.
ایراني چارواکو له دې سره په یو وخت خبرداری ورکړی، چې دوی به هغه افغانان چې ځانونه یې نه دي ثبت کړي، په توند چلن سره له دغه هېواده وباسي.