۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې نه غواړي د لویدیځو هېوادونو په څېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل پنجشنبه د مرغومی پر ۲۲ یوه ټویټ کې لیکلي چې امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
په ټویټ کې د کابلوف له قوله راغلي، چې روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي چې د لوېدیځو هېوادونو په څېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
کابلوف زیاته کړې، چې مسکو نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې ګوښی شي.
تکل ويلي، چې دواړو لورو پر اقتصادي، سیمهییزو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، دا ډله له روسيې سره نږدې اړيکې لري، خو دغه هېواد تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.