۸صبح، خوست: د خوست ځينې اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت په فضا کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شوي دي.
د خوست د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکي شریفالله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په ولسوالۍ کې یې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شوي او خلک نه پوهېږي، الوتکې د چا دي او له کوم ځایه راپورته کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «د طالبانو سرپرست حکومت دې په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي، چې ګرځېدونکي بې پیلوټه الوتکې د چا دي او ولې په ناقانونه توګه د افغانستان پر هوايي حریم پروازونه کوي.»
ورته مهال د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی سیفالله هم مني، چې په ولسوالۍ کې یې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شوي دي.
نوموړی وايي، چې اړوند چارواکي دې په دې هکله خلکو ته وضاحت ورکړي، تر څو یې اندېښنې ختمې شي.
له بلې خوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني وايي، چې موضوع یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او تر اوسه یې په دې هکله ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر خوست سربېره په کندهار، غزني او ځينو نورو ولایتونو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي دي.