۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندق رییس الکساندر بودیروزا ویلي، چې بشردوستانه ناورینونه کولای شي ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان د روغتیایي ملاتړونو د ناڅاپي له لاسه ورکولو له امله له لوی خطر سره مخ کړي.
الکساندر بودیروزا پنجشنبه د لړم پر دوولسمه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندق د کورنیو د روغتیا دفترونو او د دغه سازمان د ګرځنده ډلو له لارې د افغانستان ترټولو لیرې پرتو ځایونو ته ځي ترڅو د ښځو د زېږون له خوندیتوب سره مرسته وکړي.
افغانستان کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې شمېر د زېږونونو ترمنځ د واټن ورکولو د نه رعایت له امله د اندېښنې وړ دی.