د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د غلامۍ د لغوې پر نړیواله ورځ ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې لږترلږه ۵۰ میلیونه تنه په غلامۍ نیول شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش جمعه د ډسمبر پر دویمه نېټه د غلامۍ د لغوې پر نړیواله ورځ دغه شمېرې وړاندې کړې دي.
هغه په یوه ټویټ کې ویلي: «په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ میلیونه تنه د غلام په توګه نیول شوي او ترټولو څنډې ته شوې ډلې لا هم زیان منونکې دي.»
هغې په دوام کې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې یو ځل بیا د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره یو لاس شي او له قربانیانو او کورنیو څخه یې ملاتړ وکړي.
د ډسمبر دویمه هر کال د غلامۍ فرهنګ د له منځه وړلو په توګه لمانځل کېږي.