۸صبح، کابل: د طالبانو د واک انحصار او پر خلکو د افکارو د تپلو په اړه د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له سختو نیوکو وروسته، اوس ذبیح الله مجاهد وایي، چې دا طریقه د نیوکې لپاره مناسبه نه ده.
د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبې د سلواغې په ۲۳مه په کابل کې د پوهنتونونو د استادانو په علمي او ادبي سیمینار کې وویل چې د اسلامي اخلاقو له مخې باید پر امیر، وزیر یا چارواکي باندې نیوکه په محرمانه او محفوظ ډول وشي.
مجاهد که څه هم سراج الدين حقاني ياد نه کړ، خو په غير مستقيم ډول يې د هغه وروستيو خبرو ته په اشارې سره وويل، چې د اسلامي اخلاقو اصول دا دي، چې پر امير، وزير او چارواکي نيوکه په ورین تندي وشي او امير او مامور بايد ځواب ورته په ورین تندي ورکړي.
هغه زیاته کړه: «پر امیر د نیوکې اخلاقي اصول داسې دي چې یو څوک له خوندي او محفوظې لارې او په محرمانه ډول هغه ته نږدي شي او په داسې ډول نیوکه وکړي چې بل څوک یې وا نه وري .»
هغه په تلویحی ډول نیوکه کوونکي او د طالبانو رهبري صبر او زغم ته راووبلل او وې ویل، که د نیوکې په طریقه کې دا ډول بدلونونه په فرد کې ونه لیدل شي، دا نو شخصي ستونزه ده او امیر باید توند غبرګون ونه ښیي.
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې سراج الدين حقاني په خوست ولايت کې د یوې غونډې پرمهال د واک انحصار او پر خلکو د افکارو تپلو پر کار سختې نيوکې وکړې او وې ويل، چې دا کار د هېچا په ګټه نه دى.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو له مشرانو سره په مخالفت کې د حقاني سختې څرګندونې په دې ډله کې د کورنيو اختلافاتو ښودنه کوي.