متقي د ټيټيپي او د پاکستان حکومت تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي، اسلام اباد ته د خپل څلور ورځنی سفر په وروستۍ ورځ، د پاکستان د حکومت او ټيټيپي ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.
متقي دا خبره د دوشنبې په ورځ (د غوایي په ۱۸مه) په اسلام اباد کې، د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې، په یوه خبري غونډه کې وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وویل: «د پاکستان امنیتي اندېښنو ته په پام سره، موږ د پاکستان له حکومت او تحریک طالبان پاکستان څخه غواړو چې سره کښېني او دغو ستونزو ته د حل لاره ولټوي.»
د طالبانو دغه لوړ رتبه دیپلومات ټینګار وکړ چې تحریک طالبان پاکستان کومه نوې پدیده نه ده او له پخوا راهیسې ددغه هیواد له حکومت سره په جنګ کې ښکیل ده.
امیرخان متقي د پاکستان د حکومتي چارواکو په حواله ویلي دي چې په تیرو دوو لسیزو کې، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په پایله کې ددغه هیواد ۸۰ زره وګړي وژل شوي دي.
متقي دا هم ویلي، چې طالبان نه غواړي په پاکستان کې جګړه دوام وکړي او دا د اسلام اباد په اړه ددې ډلې د سیاست، رسمي تګلاره ده.
طالبانو د پاکستان د حکومت او ټيټيپي ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده، د خبرو لومړی پړاو د تېر کال په نومبر میاشت کې په کابل کې، د طالبانو د کورنیو چارو د چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني په کوربهتوب، ترسره شو.
خبرې اترې چې لومړی د لنډمهاله اوربند لامل شوې، خو دویم پړاو یې ناکامې سره مخ شو.