۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال طارق علي بخیت سره وکتل او پر دوه اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د تلې پر ۱۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د دغه سازمان د نوي سرمنشي مبارکي وړاندې شوې او د یاد سازمان په لیدلوري کې د افغانستان پر مهم ځای او د رغنده تعامل په هکله بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د افغانستان او سیمې پر وضعیت او د سیمې او له هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې کړې دي.
نوموړي وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د طالبانو او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ اړیکو د لا پراختیا او د همکاریو او نویو لارو د پرانېستلو پر ارزښت ټينګار شوی دی.





