په پنجشېر کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر زیات شوی

په پنجشېر کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د نري رنځ د خپرېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي. له دې جملې څخه دوه تنه مړه او په لسګونو نورو ناروغانو حالت نازک ښودل شوی دی. په پنجشېر کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اقتصادي او کلتوري بې وزلي، بې سوادي او د کورنیو ناپوهي په دغه ولایت کې د نري رنځ د پېښو د زیاتوالي لاملونه بولي. خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې د بېوزلۍ ډېرېدل او درملو ته د دوى نه لاسرسى د دې ناروغۍ د خپرېدو له عمده لاملونو څخه دى. د ځايي اوسېدونکو په وينا، په پنجشېر کې ډېرى روغتيايي مرکزونه د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړو درملو له کمښت سره مخ دي او طالبان ورته پام نه کوي. په همدې حال کې د پنجشېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په نه پاملرنې تورنوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې روغتیايي کارکوونکي د طالبانو د ډلې د ټپیانو په درملنه بوخت دي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس اسدالله نجات د نري رنځ د زیاتوالي خبر ورکړی دی. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۳ نارینه، ۱۵ ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۴۷ کسان په نري رنځ اخته شوي دي. ده زياته کړه: دغه ناروغان طبي مرکزونو ته د راتګ په وخت او د لابراتوارونو د ازموينو له لارې پيژندل شوي او ثبت شوي دي. د نري رنځ د ۴۷ ناروغانو له جملې څخه دوه يې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
د طالبانو د عامې روغتيا رييس په پنجشير کې د دغې ناروغۍ د زياتوالي لاملونه اقتصادي او فرهنګي، فقر، بې سوادي او د کورنيو ناپوهي په ګوته کوي. ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبان له دغې ناروغۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلي دي. د دوی په خبره، دا مهال په پنجشېر کې ډېری روغتیايي مرکزونه د نري رنځ ضد درملو له کمښت سره مخ دي، خو طالبان دې موضوع ته چندانی پام نه کوي.
د پنجشېر یو تن اوسېدونکی رحمت الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د پنجشېر د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ډاکټران د طالبانو د فشار له امله د ملکي ناروغانو د درملنې پر ځای د دغې ډلې د جنګیالیو په درملنه بوخت دي. د پنجشېر دغه اوسېدونکی زیاتوي: «په نري رنځ د اخته کسانو شمېر د طالبانو له شمېرو څخه ډېر لوړ دی؛ ځکه چې د طالبانو له خوا د پنجشېر تر نیول کیدو وروسته د دغه ولايت اکثره خلک روغتونونو ته نه ورځي؛ ځکه له یوې خوا دغه روغتونونه د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا د پنجشېر د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ډاکټران تر ډېره د طالب جنګیالیو په درملنه بوخت دي. د دی له امله چې په پنجشېر کې ډیر طالب جنګیالي شتون لري، ملکي خلکو ته هیڅ نوبت نه رسیږي او طالبان په پرله پسې ډول په ډاکټرانو فشار راوړي چې ژر تر ژره د دوي کارونه خلاص کړي.«
په ورته وخت کې د پنجشېر یو شمېر نور اوسېدونکي اقتصادي ستونزې د نري رنځ د ناروغۍ د زیاتوالي یو عامل بولي. د رُخه په څلویښت بستريز روغتون کې يو تن ناروغ يما (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې په هېواد او په ځانګړي ډول په دغه ولايت کې د اقتصادي ستونزو د پراخېدو له امله ناروغان ژر تر ژره روغتونونو ته نه شي تللى. هغه زیاتوي: په هېواد کې د بې وزلۍ د خپرېدو لامل په تېره بیا په پنجشېر کې د طالبانو له راتګ سره تړلی. له هغې ورځې راهیسې چې د دغې ډلې په زرګونو جنګیالي پنجشېر ته استول شوي، خلکو د خوښۍ ورځ نه ده لیدلې. د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي چې کروندګر وو، بندیان شوي، شکنجه شوي، په ډزو ویشتل شوي او په زور کډه کولو ته اړ شوي دي. کله چې دوی صحي خواړه ونه خوري او له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، طبیعي ده چې دا ډول ناروغۍ زیاتیږي. که دا وضعیت دوام وکړي، په راتلونکي ژمي کې به په نري رنځ د اخته کسانو شمېر سلګونو ته ورسېږي.»
په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي بيا د دغه ولايت په روغتونونو کې د درملو او روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي ادعا ردوي. دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رييس اسدالله نجات وويل چې ددغه ولايت په اوو روغتيايي مرکزونو کې چې په هغو کې ايمرجنسي روغتونونه، د رخه څلويښت بستريز روغتون، د سفید چهر شل بستريز روغتون، د پريان کوجان روغتون، د چهار مغزک روغتون، د عبد الله خیل او شتل روغتونونه شامل دي چې د نري رنځ ټول ناروغان په وړيا ډول پکې تداوي کيږي.
ډکټران وايي، د نري رنځ لومړنۍ نښې د دوه اونیو اوږده ټوخی او د ناروغ د وزن کمېدل دي او په دې حالت کې باید ناروغ ژر تر ژره د درملنې لپاره طبي مرکز ته ولاړ شي. څه موده وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد په یوه غونډه کې ساري ناروغۍ په ځانګړې توګه نرۍ رنځ په افغانستان کې یوه روغتیايي ننګونه وبلله او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل چې د دغه ویروس په مخنیوي کې همکاري وکړي.
د نري رنځ ناروغي تر ډېره په بې وزله هېوادونو او د جګړې په شرایطو کې خپرېږي. افغانستان او په ځانګړي ډول د پنجشېر ولایت له هغو سیمو څخه ده چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې په پرلپسې ډول د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ سختې نښتې پکې شوې دي.