په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه محدود شوي، ځينو ښځو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو او مسلکي فعالیتونو د دوام لپاره انلاین کار ته مخه کړې ده. د خواله شبکو له لارې د محصولاتو پلور، انلاین تدریس، د محتوا تولیدول، د مجازي پاڼو مدیریت، ژباړه او ټایپ هغه کارونه دي چې ځينې ښځې یې له کوره کوي.
انلاین کار ځينو ښځو ته چانس برابر کړی چې په کاري چاپېریال کې له حضور پرته د خپلو وړتیاوو په کارولو عاید ترلاسه کړي. خو بیا هم هغوی د انټرنېټ لوړې بیې، د برېښنا او انټرنېټ پرې کېدو، د پېرېدونکو او باوري کار ګومارونکو د موندلو او حقالزحمې د ترلاسه کولو په څېر ننګونو سره مخ دي.
ځینې ښځې وایي چې انلاین کار د عاید تر څنګ، دا زمینه هم ورته برابره کړې چې خپل مهارتونه وساتي او له کاري بازاره لرې پاتې نه شي. هغوی باوري دي چې د ډیجیټل مهارتونو د زده کولو او د نورو فرصتونو په برابرېدو به ډېرې نورې ښځې هم وکړای شي انلاین بازار ته مخه کړي.
په وروستیو کالو کې ځينو ښځو د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره د لارې د موندلو په موخه خواله شبکو او انلاین پلاټفورمونو ته مخه کړې ده. د دودیزو کارونو خلاف چې په دفتر، شرکت یا پلورنځي کې حضور ته اړتیا لري، ګڼ انلاین فعالیتونه له کوره کېږي.
په انلاین کار کې د جامو او لاسي صنایعو له پلوره نیولې تر تدریس، ژباړې، د محتوا تولید او ډیجیټلي خدماتو پورې بېلابېل فعالیتونه شامل دي. خو په انلاین چاپېریال کې فعالیت هم له ستونزو خالي نه دی. د انټرنېټ او برېښنا لګښت، ځینو انلاین خدماتو ته محدود لاسرسی او د پیسو ترلاسه کولو څرنګوالی هغه ننګونې دي چې په دې برخه کې بوختې ښځې ورسره مخ دي.
عایشه د یوې ځوانې ښځې مستعار نوم دی. نوموړې د یوه انلاین پلورنځي له لارې جامې او د ښځو ځینې اړین توکي پلوري. هغې خپل فعالیت په ټولنیزو شبکو کې د یوې پاڼې له جوړولو پیل کړی دی. عایشه وایي: «په پیل کې مې یوازې څو توکي لرل او نه پوهېدم چې پېرېدونکي به پیدا کړم که نه. خو ورو ورو خلکو پاڼه خوښه کړه او فرمایشونه زیات شول. اوس له همدې لارې عاید لرم او د خپلو لګښتونو یوه برخه پرې پوره کوم.»
عایشه وایي چې د فرمایشونو مدیریت، پېرېدونکو ته د توکو رسول او د انټرنېټ لګښت یې مهمې ستونزې دي. د هغې په خبره، د پلورونکي او پېرېدونکي ترمنځ باور د انلاین فعالیت د دوام لپاره ډېر ارزښت لري.
نرګس (مستعار نوم) یوه بله ښځه ده چې په انلاین ډول د انګلیسي ژبې تدریس کوي. هغه وایي چې په انلاین بڼه له کوره تدریس کوي. نرګس وایي: «که انلاین ټولګي نه وای، کاري فرصت به راته ډېر محدود شوی وای. اوس کولی شم له کوره تدریس وکړم او د بېلابېلو سیمو له زدهکوونکو سره اړیکه ولرم.» نوموړې زیاتوي چې کمزوری انټرنېټ او د برېښنا پرې کېدل وخت ناوخت د دې لامل کېږي چې درسي ټولګی یې ګډوډ شي.
نرګس وايي چې ډېرې ښځې د انلاین تدریس وړتیا لري، خو د اسانتیاوو د نه لرلو یا له ښوونیزو توکو سره د نابلدتیا له کبله تر اوسه له دې برخې لرې دي.
بهار (مستعار نوم) هغه ښځه ده چې د محتوا د تولید او خواله شبکو د مدیریت په برخه کې فعالیت کوي. هغه د ځینو سوداګریزو پاڼو لپاره متن او انځوریزه محتوا چمتو کوي او پاڼې یې مدیریت کوي. بهار وایي: «نن ډېر کاروبارونه په خواله شبکو کې فعالیت لري. زه ورته محتوا چمتو کوم او پاڼې یې مدیریت کوم. دا کار له کوره کوم.» هغه زیاتوي چې د باوري کارګومارونکو موندل د انلاین کار یوه ننګونه ده.
د بهار په خبره، ځینې ښځې د کاري تجربې او انلاین بازار په اړه د نه پوهاوي له امله نه پوهېږي چې څنګه خپل خدمات معرفي او پېرېدونکي پیدا کړي.
کلثوم (مستعار نوم) یوه بله ښځه ده چې د انلاین ژباړې او ټایپ په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې متنونه او اسناد ژباړي او ځینې ټایپي پروژې هم له کوره کوي. کلثوم وایي: «خپل کارونه د انټرنېټ له لارې ترلاسه کوم او له بشپړولو وروسته یې پېرېدونکي ته لېږم. اړتیا نه شته چې د دې کار لپاره دفتر ته لاړه شم.» هغه زیاتوي چې په پیل کې د پېرېدونکو موندل ستونزمن و، خو له څو پروژو وروسته وتوانېده چې ډېر پېرېدونکي پیدا کړي. کلثوم ټینګار کوي چې د ډیجیټل مهارتونو زدهکړه ښځو ته لا ډېر کاري فرصتونه برابرولی شي.
انلاین کارکوونکې ښځې وایي چې انټرنېټ یې د کاري چاپېریال یوه برخه ده او پکې هر ډول ګډوډي یې پر عاید اغېز کولی شي. عایشه د فرمایشونو د ترلاسه کولو او پېرېدونکو ته د ځواب ویلو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. نرګس د انلاین ټولګیو لپاره باثباته انټرنېټ ته اړتیا لري او بهار او کلثوم هم له پېرېدونکو سره د اړیکو او د پروژو د لېږلو لپاره له انټرنېټه کار اخلي.
د حقالزحمې ترلاسه کول، بله ننګونه
د حقالزحمې ترلاسه کول، په ځانګړې توګه هغو ښځو ته چې له افغانستانه بهر له پېرېدونکو یا کار ګومارنکو سره کار کوي، بله ننګونه بلل کېږي. کلثوم وایي: «کله کله د پروژې ترسراوی ستونزمن نه وي؛ اصلي ستونزه دا وي چې له کار وروسته خپلې پیسې څنګه ترلاسه کړم. که د پیسو د ورکړې لارې اسانه وي، ډېرې ښځې کولی شي دغه بازار ته ننوځي.»
د انلاین کارکوونکو ښځو په خبره، د عاید د ترلاسه کولو لپاره ساده او د لاسرسي وړ لارو نشتوالی د دې لامل کېږي چې ځینې ښځې د کاره له دوامه په شا شي.
له دغو ننګونو سربېره، انلاین کار د یو شمېر ښځو لپاره د مسلکي او اقتصادي فعالیت د دوام یوه لار ګرځېدلې. هغوی وایي، که د زدهکړو فرصتونه، باکیفیته انټرنېټ او د عاید د ترلاسه کولو باوري لارې برابرې شي، ډېرې ښځې له خپلو مهارتونو څخه د عاید ترلاسه کولو لپاره کار اخیستلی شي.
عایشه، نرګس، بهار او کلثوم په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، خو ګډه تجربه یې ښيي چې انلاین چاپېریال د ځینو ښځو لپاره د کار او عاید ترلاسه کولو پر یو ځای بدل شوی دی.
دا ښځې وایي، یوازې مالي مرستې ته اړتیا نه لري؛ بلکې د زدهکړو فرصتونو، کاري بازار ته د لاسرسي او د مهارتونو د کارولو امکان ته اړتیا لري. د هغوی لپاره بیا انلاین کار یوه لار ده چې په اوسنیو محدودو شرایطو کې لا هم خپل مهارتونه خوندي کړي او د کورنۍ په اقتصاد کې ونډه ولري.





