۸صبح، کابل: د طالبانو د رژیم کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هغوی د نالیدل شوي مشر ملا هبتالله اخوندزاده په امر یې د افغانستان د کرل شویو کوکنارو د اندازې معلومولو لپاره په ټول هېواد کې سروې پيل کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې د سروې او تحلیل رییس مولوي عبدالحق مطیع په کندهار کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ادعا کړې، چې دغه سروې «په تخنیکي او تخصصي بڼه» د افغانستان په ټولو کلیو کې ترسره کیږي.
د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی رژیم په پرلهپسې ډول نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې او له لارو کوڅو څخه پر دغو توکو د اخته کسانو د ټولولو او درملنې ادعاوې کوي.
له دې سره هممهاله، یو شمېر روږدي او د طالبانو منتقدین دوی له روږدو سره پر ناوړه چلند او ان مرګوني ډبولو تورنوي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراجالدین حقاني څه موده مخکې له نړیوالې ټولنې په عذر آمیزه لهجه وغوښتل، چې د نشه یي توکو پر ضد د ادعا شویو لاسته راوړنو له امله لږ ترلږه په کال کې یو میلیارد ډالره مرسته ورسره وکړي.
د طالبانو د ادعا شوې تازه سروې په اړه هم ګومان کیږي، چې له نړیوالو څخه د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې په نوم مرستې غواړي ترلاسه کړي.