۸صبح، کابل: د پاکستان د پېښور پولیسو په مرکز کې پر یوه جومات له مرګوني ځانمرګي برید څخه پنځه ورځې وروسته د دغه هېواد دولت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي یې عامل ګڼلی او د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده یې د ټيټيپي د کنټرول لپاره پر هڅې تورن کړی دی.
پاکستاني رسنۍ اکسپرس تریبون جمعه د سلواغې پر ۱۴ راپور ورکړی، چې پېښور کې د تېرې اونۍ د مرګوني ځانمرګي برید په اړه د څېړنې لپاره د پاکستان د دولت د ملکي او پوځي برخو مشرانو د دغه هېواد د لومړي وزیر په ریاست یوه ناسته ترسره کړې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ویل شوي چې ښایي د دې برید پلانوونکي په افغانستان کې وي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې ټيټيپي د افغانستان له طالبانو د وېرې له امله د دغه برید مسوولیت په علني توګه پر غاړه نه دی اخیستی.
د پېښور په اړه ځانګړې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو بحث باید د افغان طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره شریک شي.
په دې ناسته کې د افغان طالبانو له قوله ویل شوي، چې هغوی د پاکستاني طالبانو تحریک پروړاندې د مقابلې وس نه لري.
د ویلو ده، چې د پېښور د پولیسو د مرکز پر یوه جومات له مرګوني ځانمرګي برید وروسته د پاکستان دولت د ټيټيپي د ځپلو تابیا کړې ده.