۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو کابل کې د پاکستان سفیر په حواله راپور ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او پاکستاني حکومت ترمنځ مذاکراتو کې افغان طالبان د اسانچاري رول لوبوي.
پاکستاني رسنیو سهشنبه د چنګاښ پر ۲۸ راپور ورکړی، چې کابل کې د دغه هېواد سفیر منصور احمدخان ویلي، چې افغان طالبان له تحریک طالبان او نورو ډلو سره خبرو اترو کې د پاکستان همکاري کوي.
نوموړي ویلي: «خبرې اترې روانې دي او موږ د افغان دولت د اسانتیاوو له برابرولو منندوی یو او خبرې اترې د پاکستان د اساسي قانون له مخې شوې او د یاد هېواد پارلمان د دغو مذاکراتو په بهیر کې ورګډ دی.»
له دې وړاندې هم د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې خبرو اترو پېلېدو راپورونه خپاره شوي وو.
ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم ویلي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې هر ډول تړون به د پوځ په خوښه او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې کېږي.