پاکستاني پولیسو ۱۲۲ افغان کډوال نیولي دي

۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ددغه هېواد پولیسو هغه ۱۲۲ افغانان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ورغلي وو، نیولي دي.
ویل کېږي چې دا کډوال جمعه د لړم په شلمه په داسې حال کې چې غوښتل یې د بلوچستان ایالت له لارې سند ایالت ته داخل شي، د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د پاکستاني پولیسو د مالوماتو له مخې، نیول شوي کسان چې په یوه موټر کې سپاره وو، ۸۹ نارینه، شل ماشومان او ۱۴ ښځې پکې شاملې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نیول شوي کسان له بایومتریک وروسته افغانستان ته د ستنولو لپاره د بلوچستان ایالتي حکومت ته سپارل شوي دي.
تېره اونۍ رپوټ ورکړ شو چې پاکستاني پولیسو څه د پاسه زر تنه افغانان په دې هېواد کې د ناقانونه استوګنې له امله نیولي او یو شمېر نور یې بندیان کړي دي.