• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندوز په حوزوي روغتون کې د ځینو ډاکترانو او نرسانو له چلنده د ناروغانو شکایت

نیما نیما
۶ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785239049]
Pajhwok

Pajhwok

د کندوز په حوزوي روغتون کې یو شمېر ناروغان د ځینو ډاکټرانو او نرسانو له چلنده شکایت کوي. دوی وایي د دغه روغتون کارکوونکي له ناروغانو اوناروغ لرونکو سره مناسب چلند نه کوي او ناروغان، د دې پر ځای چې په دغه  روغتیايي مرکز کې روحي او رواني ارامتیا ترلاسه کړي، د ځینو ډاکټرانو او نرسانو د تاوتریخجن چلند له امله له لا نامناسب رواني وضعیت سره مخ کېږي.

یو شمېر هغه ناروغان اوناروغ لرونکي چې د کندوز حوزوي روغتون ته ورغلي دي، د دغه مرکز د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له چلنده شکایت لري. دوی وایي د یو شمېر روغتیايي کارکوونکو چلند د طبي اخلاقو له اصولو او مسلکي کړنو سره اړخ نه لګوي او ناروغان، د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو او د درد د تسکینن پر ځای له سپکاوي او نامناسب چلندسره مخ کېږي.

یوه ناروغه چې په دې وروستیو کې دغه روغتون ته تللې ده، وایي: «خپل زوی مې روغتون ته یووړ. ډاکټر معاینه کړ او د درملو نسخه یې ورته ولیکله. کله چې د نسخې اخیستلو لپاره نرس ته ورغلم، زوی مې کانګې کولې، خو هغه له بل کس سره خبرې کولې، زما د ماشوم وضعیت ته یې هېڅ پام ونه کړ او له هغه ځایه ولاړ.»

دا مور زیاتوي: «نرس ته مې وویل چې د ماشوم وضعیت مې خراب دی، خو هغې په ځواب کې راپورې وخندل او ویې ویل: هېڅ هم نه کوم، څه کوې؟ او بیا یې وویل چې زه له جنجالي ناروغ سره کار نه لرم.»

بله مېرمن چې ورته تجربه لري، هم وایي د ځینو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو چلند د ناروغانو او ناروغ لرونکو له وضعیت سره مناسب نه دی. دا ټینګار کوي چې خلک د درملنې په هیله روغتون ته مراجعه کوي، خو د ارامۍ او مناسبې پاملرنې پر ځای، له نامناسب او ځوروونکي چلند مخ کېږي؛ داسې چلند چې د دې په وینا، د ناروغانو روحي او رواني درد نور هم زیاتوي.

دا مېرمن وایي: «ډاکټران اصلاً د ناروغ وضعیت ته پام نه کوي. که څه ووایې، پر ناروغ چیغې وهي. خپله ناروغه وم او روغتون ته ورغلم. ډاکټر په ملنډو را ته وویل: ولې په خپله راغلې یې؟ مګر د یوه ډاکټر دنده همدا نه ده چې د ناروغ درملنه وکړي؟ که یوه ښځه یا سړی په کور کې څوک ونه لري او ناروغ شي، بل کس له کومه کړي چې تر روغتون پورې ورسره ملتیا وکړي؟»

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي چې د درملنې لپاره دغه روغتون ته تللی دی، وایي: «وضعیت مناسب نه دی. هر څوک چې واسطه ولري، ژر یې درملنه کېږي. پر دې سربېره، د ډاکټرانو او نرسانو چلند له ټولو سره یو ډول نه دی؛ له ځینو سره ښه چلند کوي، خو له ځینو نورو سره مناسب چلند نه کوي. ناروغ مې درلود او هر ډاکټر ته چې ورغلم، سم ځواب یې نه راکاوه. دا ډول چلند ناروغ نور هم ناهیلی او خپه کوي. ډاکټران باید له ناروغانو سره مناسب چلند ولری څو د هغوی روحي او رواني وضعیت هم ښه شي.»

د یادولو ده چې دغه روغتون، د کندوز ولایت پر ناروغانو سربېره، د تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

 

 

د کندوز اوسېدونکې نوا (مستعار نوم) وایي ځینې ډاکټران د هغو ناروغانو لپاره چې د دوی خپلوان وي یا پېژندګلوي ورسره لري، د روغتون له دننه وړیا نسخه لیکي؛ خو نورو ته، ان هغو کسانو ته چې د درملو د اخیستلو وس نه لري، له روغتون بهر نسخه لیکي څو درمل له شخصي درملتونونو ترلاسه کړي.

دا ادعا کوي: «کورنۍ، خپلوانو او هغو کسانو ته چې زړه یې پرې سوځي، د روغتون له دننه درمل ورکوي؛ که نه نو نه یې ورکوي.»

طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د دغه روغتون ظرفیت له ۲۵۰ بسترونو څخه ۴۰۰ بسترونو ته لوړ شوی او د تخصصي معایناتو لپاره پرمختللي تجهیزات او وسایل هم پکې چمتو شوي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په درملنیزو مرکزونو کې د ځینو روغتیايي کارکوونکو له چلنده شکایت کړی و او ویلي یې وو چې له ناروغانو او ناروغ لرونکو سره  د یو شمېر ډاکټرانو او نرسانو چلند نامناسب او ځوروونکی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.