۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ اعلان کړی چې سبا په ټولو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د لړم پر ۱۰مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا پړاو د ټولو ماشومانو د واکسیناسیون په موخه پېلېږي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ له هېوادوالو غوښتي چې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره برخه واخلي او د ماشومانو د واکسیناسیون لاره چاره برابره کړي.
یاد بنسټ له دې مخکې هم ټينګار کړی و چې د ماشومانو د واکسیناسیون په برخه کې د کورنيو همکاري د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په نړۍ کې له هغو دوو هېوادونو یو دی چې لا هم د پولیو ویروس پکې بشپړ له منځه نه دی تللی.





