محمد اشرف غني په ولسمشرۍ مانۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې له امله جوړو شویو مراسمو کې وویل: طالبان د جګړې د دوام مسوول دي، عامه تاسیسات ویجاړوی، او ملکي وګړي په نښه کوي.
ولسمشر زیاته کړې چې د طالبانو تپل شوې او نامشروع جګړه باید د سیمې او نړیوالې ټولنې له خوا وغندل شي.
غني د سیمې له هېوادونو په تېره بیا له ایران او پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې په راوستو کې همکاري وکړي.
محمد اشرف غني په دې ناسته کې کډوال د «ملت او ملي سرمایې» یوه برخه بللي او وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
محمد اشرف غني وايي چې اته ملي پروګرامونه د ډیزاین او عملي کېدو په حال کې دي او په دې برخه کې باید نړیوالې مرستې د پایلو پر بنسټ وي.
د هېواد ولسمشر له هغې یوه ورځ مخکې هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید ومني چې طالبان په قصدي توګه بشري حقه تر پښو لاندې کوي.