د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ترمنځ خبرې اترې د وستوچني په فضايي اډه کې پیل شوې دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د دواړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۳مه) د سایوز-۲ فضايي راکټ د توغولو له تاسیساتو څخه لیدنه پیل کړې ده.
پوتین له فضايي اډې څخه د لیدنې په څنډه کې چې خبریالانو ترې وپوښتل، ایا روسیه به له کیم سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي وویل: «له همدې امله موږ دلته راغلي یو. د شمالي کوریا مشر د راکټ مهندسۍ سره ډیره علاقه لري، دوی لاهم هڅه کوي چې خپل فضايي فعالیتونو ته وده ورکړي.»
بلخوا امریکا خبرداری ورکړی چې روسیه او شمالي کوریا د وسلو په برخه کې یوې موافقې ته د رسېدو په درشل کې دي.
د واشنګټن په وینا، شمالي کوریا تمه لري چې د دې موافقې په چوکاټ کې د اوکراین په خاوره کې د روسیې له پوځي یرغل سره مرسته وکړي.
د کیم جونګ اون او ولادیمیر پوتین تر منځ د لیدنې په حال کې، د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې پیونګیانګ یو «ناپیژندل شوی بالستیک توغندي» ازموینه یې کړې ده.